د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې د بیلتون غوښتونکو پر ضد د پوځي عملیاتو په پایله کې په دغه ایالت کې انټرنټي خدمات ځنډول شوي وو. د بشري حقونو د نړیوال سازمان (هیومن راټس واچ) په حواله د کرونا ساري ناروغۍ په دور کې معلوماتو ته د اتباعو لاسرسی ډیر مهم دی او د انټرنټ د بندیدو له امله عام خلک په دې برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د میانمار پوځ د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې د دغه هیواد په راکهین یا راخین ایالت کې د سیمه ایزو بودایي اتباعو د لا زیاتې خپلواکمنۍ په خاطر جنګیدونکي وسله والې ډلې «آراکان پوځ» پر وړاندې عملیات پیل کړ.
د دغو عملیاتو په پایله کې تیر کال د جون میاشتې په ۲۱ نیټه په راکهین او ګاونډي ایالت چِن کې انټرنټي خدمات و ځنډول شول. د انټرنټ د بندیدو له امله سیمه ایزو خلکو د دې شخړې په هکله معلومات نه شول ترلاسه کولی.
د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن راټس واچ دغه انټرنټي بندیز د نړۍ تر ټولو اوږدمهاله بندیز بللی دی. د هیومن راټس واچ سازمان د يوې غړې لِنډا لاخدیر په حواله: «د نړیوالې وبا پر مهال عامو خلکو ته د معلوماتو رسولو ته شدیده اړتیا ده.»
تر اوسه پورې په میانمار کې په ۲۸۷ تنو کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی په داسې حال کې چې شپږو تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړې ده چې دغه کمې شمیرې، په اصل کې د ټسټونو د نشتوالي له امله دي او حقیقي ارقام کیدای شي تر دې ډیر لوړ وي.
په میانمار کې د انټرنټي خدماتو کمپنۍ وایي چې په اوس وخت کې لږ تر لږه د اګست تر میاشتې پورې په اتو سیمو کې د انټرنټ د فعالولو هیڅ امکان نشته.
د دغو کمپنیو په حواله د حکومت له خوا انټرنټی بندیز «د غیر قانوني فعالیتونو د مخنوي په خاطر نافذ کړای شوي وو.»
دویچه ویله اردو: ش.ن/ ن.ص
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د روهینگیا مهاجرو په کمپ کي ودونه
په ساده او غریبانه خېمو کي د واده مراسم. شفیقې او صدام د بنگله دیش په یوه ډک مهاجر کمپ کي نکاح وتړله او په دې ډول یې گډ نوی ژوند پیل کړ. هغوی له میانمار څخه د روهینگیا مسلمان اقلیت په توگه بنگله دیش ته تښتیدلي دي.
انځور: Reuters/D. Sagoljشفیقه ۱۸ کلنه ده. د نکاح تر تړلو مخکي هغه خپله د واده چله او په نکریځو سره لاسونه ښکاره کوي. ویل کیږي چي دغه نکریځي چي د واده له پاره په ډیر مهارت سره نقاشي سوي، د واده د جوړې له پاره ټول عمر نیکمرغي راولي.
انځور: Reuters/D. Sagolj۲۳ کلن زوم چي صدام نومیږي هم دغو مراسمو ته تیاری نیسي. دی له هغه چار سره واده کوي چي مينه ورسره لري. هغوی دواړو د «فویره بازار» په نامه روهینگیايي کلي کي ژوند کاوه. دغي سیمي ته وروسته د میانمار پوځیانو اور واچاوه. د هغوی واده مخکي تردې چي بنگله دیش ته وتښتي، پلان سوی وو.
انځور: Reuters/D. Sagoljدغه واده په یوه پردي هیواد او مهاجرت کي کیږي. ناوې په داسي حال کي له خېمې څخه وځي چي دوستان او خپلوان یې ترڅنگ روان دي. په دې ډول هغه خپل د راتلونکي خاوند کور او له هغه سره د یوه گډ ژوند پیلېدو له پاره روانیږي.
انځور: Reuters/D. Sagoljشفیقه او صدام درې میاشتي مخکی له میانمار څخه دلته راتښتیدلي دي. هغوی د "کوتو پلانگ" په نامه بېړني کمپ کي چي د کوکس بازار ته نژدې پروت دی، یوه سرپناه پیدا کړه. د۲۰۱۷م کال د اگست مياشتي په پای کي، کله چي په میانمار کي زورزیاتی پیل سو د۶۵۰ زره په شاوخوا کي روهینگیا مسلمانان اقليت گاونډي هیواد بنگله دیش ته وتښیدل.
انځور: Reuters/D. Sagoljملا د نکاح مراسم سرته رسوي. د نکاح د مراسمو پر وخت لومړی د پاک خدای په ثنا او صفت کي یو څو کلمې ویل کیږي او وروسته د قرآن شریف څخه یو څو آیته لوستل کیږي. تر هغه وروسته بیا صدام او شفیقه یو او بل ته د «هو» جواب وايي.
انځور: Reuters/D. Sagoljتر مذهبي مراسمو وروسته د زوم او ناوې د خوشحالۍ له پاره مېلمانه په نڅا او بدلو پیل کړی په دې ډول ښايي دغه ځوانه جوړه د یوه لنډ وخت له پاره خپلې ستونزي هم هیري کړي.
انځور: Reuters/D. Sagoljورځني عادي ژوندانه ته ستنیدل
دغه ځوانه جوړه تر واده پنځه ورځي وروسته د مهاجرو په کمپ کي خپل ورځنی عادي ژوند پیلوي. صدام د سړک پر غاړه ځيني زینتي شیان خرڅوي او شفیقه د کور کارونه کوي.
انځور: Reuters/M. Djuricaهغوی هم لکه نور روهینگیايي مهاجر هیله مند دي چي ځان ته یوه جلا سرپناه ولري، په کومه چي د آرامۍ او هوسايني احساس وکړي.
انځور: Reuters/M. Djurica