1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرڅ: د ایران حکومت د وروستیو ورځو او اونیو شاهد يو

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ دی ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظم چې د هند په سفر بوخت دی، یو وار بیا په ایران کې پراخو مظاهرو ته په اشارې سره، د ايران له خوا د خلکو سرکوب وغانده. میرڅ وویل چې په دې اړه له امریکا، بریتانیا او فرانسې سره د خبرو اترو په حال کې دی.

د آلمان صدراعظم فریدرش میرڅ هند ته د سفر پر مهال
د آلمان صدراعظم یو وار بیا په ایران کې پراخو مظاهرو ته په اشارې سره، د ايران له خوا د خلکو سرکوب وغانده. انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظم چې د هند په سفر بوخت دی، یو وار بیا په ایران کې پراخو مظاهرو او د اسلامي جمهوریت له خوا د خلکو خونړي ځپلو ته په اشارې سره وویل: «که یو حکومت یوازې وکولای سي په تاوتریخوالي سره خپل ځان په قدرت کې پاته کړي، په عمل کې پای ته رسیدلی دی. زه گومان کوم چې موږ په اوس وخت کې د دغه حکومت د وروستیو ورځو او اونیو شاهدان یوو.»

میرڅ دې ته په اشارې سره چې د ایران د حکومت مشرتابه په اصل کي د انتخاباتو له لارې د خلکو په منځ کې هیڅ ډول مشروعیت نه لري، یوه دیموکراټیک مشروعیت لرونکي حکومت ته یې د انتقال غوښتنه وکړه.

اړونده موضوع: ایران کې پراخ اعتراضونه؛ هغه څه چې باید پرې وپوهیږئ

د آلمان صدراعظم د خپلو خبرو په یوې بلې برخې کې وویل: «خلک اوس د حکومت پرضد راپاڅیدلي دي. هیله من یم چې داسې یو امکان موجود وي چې دغه شخړه په سوله ایز ډول پای ته ورسیږي. د ملایانو حکومت هم باید دا اوس ومني.»

میرڅ د دې په ادامه چې آلمان په دې اړه له امریکا متحده ایالاتو، بریتانيا او فرانسې  سره د خبرو اترو په حال کی دی، زیاته کړه: «د بهرنیو چارو وزیران یو له بل سره په نیژدو اړیکو کې دي، تر څو په اوس وخت کې ډاډ ترلاسه سي چې په ایران کې له ډیموکراټک مشروعیت سره د یوه حکومت پر لور یو سوله ایز انتقال ممکن سي.»

د آلمان صدراعظم همدارنگه د ایکس (پخواني تویتر) کې هم د یوه پیغام په خپرولو سره د اعتراض کوونکو په وژلو کې د ایران د حکومت ځپونکي اقدامات وغانده.

میرڅ مخکې له دې د دوشنبې په ورځ، پر سوله ایزو مظاهرو د ایران د حکومت د امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی "نامتناسب او وحشیانه" بللی او هغه یې محکوم کړی وو.

هغه نن یو وار بیا د اعتراض کوونکو په وړاندې ورځ تر بلې د تاوتریخوالي د عملي کولو له پاره د سپاه پاسدارانو آمادگۍ ته خپله اندېښنه څرگنده کړه او د  "ملایانو له حکومت" څخه یې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه.

سره له دې چې رپوټونه له دې څخه مخکې، د حکومت له خوا د په سلونو کسانو د وژل کیدو په هکله خبرونه خپاره کړي، خو اوس ځینو رپوټونو د وژل سوو کسانو شمیر څه د پاسه ۶ زره او ځینو یې تر ۱۲ زرو پورې بللی دی.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب