1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل له محمود عباس سره په برلین کې ولیدل

۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعه

د آلمان صدراعظمې او د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر په برلین کې ملاقات وکړ. عباس په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې له پاره پر اروپا باندې د ستر نقش لوبولو غږ وکړ، ځکه چې په خبره یې امریکا متحده ایالات بې طرفه نه دی.

Berlin | Angela Merkel und Mahmud Abbas
انځور: Reuters/A. Schmidt

د پنجشنبې په ورځ په برلین کې په صدارت مقام کې د آلمان او اروپایي اتحادیې د بیرغونو تر څنګ د فلسطین بیرغ هم ښکاره کیده. د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس، د آلمان له صدراعظمې انګلا مېرکل سره ملاقات درلود. د صدرات مقام په وینا دا یو کاري سفر وو نه دولتي سفر. په عادي ډول کله چې د یوه هیواد مشر سفر کوي، نو پوځي سلامۍ سره یې درناوی کیږي، خو عباس ته دغه ډول هرکلی و نه ویل شو. ځکه چې آلمان فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت نه پيژني خو د فلسطین له خپلواکمنې سیمو سره په ټیټه کچه دیپلوماتيکي اړیکې لري.

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د اسرائیل- فلسطین کړکیچ له پاره د دوو دولتونو پر حل لارې ټینګار وکړ، که څه هم په خبره یې «د دغه هدف تر لاسه کول مخ پر زیاتیدونکي توګه ستونزمن بریښي».

انګلا مېرکل په برلین کې چې تر څنګ یې محمود عباس هم ولاړ وو وویل چې فلسطینیان او اسرائیلیان باید د یو بل تر څنګ په سوله او امینت کې د ګډ ژوند کولو جوګه واوسي.

آلمان چې د فلسطیني سیمو دوه اړخیز ستر نړیوال بسپنه ورکوونکی دی، د میرکل په خبره د اقتصادي پراختیا او مدني ټولنې غښتلتیا ملاتړ ته به ادامه ورکړي.

عباس په خپلو څرګندونو کې وویل چې فلسطینیان د ۱۹۶۷م کال له سرحدونو سره د دوو دولتونو حل لارې پر سر مذاکراتو ته چمتو دي. خو هغه د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر دونالد ترمپ باندې د بیت المقدس د دریځ، مهاجرو، سرحدونو او استوګنځایونو په موضوعاتو کې د اسرائیل د اړخ نیولو له کبله انتقاد وکړ.

فلسطینیانو له امریکا متحده ایالاتو سره اړیکې پرې کړې دي او له ډیرې مودې راهیسې واشنګټن ته د یوه بې طرفه اړخ په توګه نه ګوري.

د محمود عباس په خبره له بل اړخه آلمان د یو اړخیز تحمیل پر ځای د څو اړخیز روش د ملاتړ هڅې کوي. عباس زیاته کړه چې له دې کبله د یوه نړیوال چتر لاندې د مذاکراتو غوښتنه کوي چې له اروپایي او عربي هیوادونو څخه جوړ وي، څو د اسرائیلو او فلسطینیان تر منځ خبرې تنظیم کړي.

(AFP, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب