د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ویلي چې د یو شمیر سیاستوالو له خوا په المان کې د میشت مسلمانانو له پاره د یوه خاص قانون جوړونې د وړاندیز مخالفه ده. د میرکل په خبره د یوه مذهبي اقلیت له پاره د قانون جوړول به ناسم کار وي.
اعلان
د آلمان په کولون ښار کې د (KNA) خبري آژانس په حواله د مسیحي اتحاد محافظه پاله ګوند پورې اړوند د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل ویلي دي چې نوموړۍ دا خبره ردوې چې د آلمان حکومت دي د«اسلام په تړاو قانون» په نوم کوم خاص قانون جوړونه معرفي کړي.
میرکل د«کولنر شټټ انڅایګه» ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې د چهارشنیې په ورځ خپره شوی ده ویلي دي هغه له دې نظر سره مخالفه ده چې د کوم ځانګړي مذهبي ټولنې له پاره دې یو خاص قانون رامنځته کړای شي.
د آلمان صدراعظمې د حکومت د مشرې په توګه د خپل دریځ څخه د دفاع په ترڅ کې زیاته کړه چې په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو د ټولنیز ادغام بهیر د بهتره کولو له پاره «اسلامي کنفرانس» له پخوا څخه موجود او یو ډیر ښه اساس یا پلیټ فارم دی کوم چې ګټور امکانات برابروي.
څو اونۍ مخکې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د خپل ګوند ( CDU) د لوړپوړو سیاستوالو له خوا غوښتنه شوې وه چې په آلمان کې باید د اسلام په تړاو يو ځانګړی قانون نافذ کړای شي، چې په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو حقونه او مکلفیتونه په تفصیلي شکل سره را ونغاړي.
په هغه وخت کې هم د میرکل د ګوند یو شمیر مهمو شخصیتونو او د آلمان د کلیساګانو ټولنو د دې نظر ډیر سخت مخالفت کړی وو.
همدارنګه د آلمان د مالیې وزیر وولفګنګ شوئیبله، چې د «اسلامي کنفرانس» په کلنۍ غونډه کې د حکومت او عیسویانو تر منځ د کلنۍ عنعنوي غونډې یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی ویلي وو چې د فدرالي حکومت په کچه د داسې هر ډول قانون جوړول به کومه ښه تګلاره نه وي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.11.2016):
سړي تښتونه، په پرله پسې ډول د مخالفینو په دار زړول او عام وژنه د دغې ډلې هغه اقدامات دي چې د سوریې په شمال او ختیځ او د عراق په شمال او لویځو برخو کې یې دغه ډله ترسره کوي.
انځور: Reuters
«اسلامي دولت» ډلې د موصل له ټولو عیسوي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې یا خو دې اسلام راوړي یا جزیه ورکړي او یا دې هم له دې خاورې څخه ووزي.
انځور: Reuters
وحشت، خونړۍ جګړې، ویجاړۍ، د داعش له ویرې د سلګونو زره خلکو مهاجرت، په عراق او سوریه کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د بریدونو پایله ده.
انځور: picture alliance/AP Photo
د سوریې د بشري حقونو نړیوال سازمان وایې چې دغې ډلې د عراق له شمال څخه ایزیدي ښځې تښتولي او په زروه تر مسلمانولو وروسته یې بیا د خپلي ډلې پر جنګیالیو پلورلي دي.