1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل فارغ شویو محصلینو ته: دیوالونه چپه کړئ

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د هارورد پوهتون د محصلینو د فراغت په غونډه کې خبرې وکړې او هغوی يې د راتلونکې جوړولو ته وهڅول. که څه هم هغې د دونالد ترمپ نوم یاد نه کړ، خو ځینې نیوکې یې هغه ته متوجې وې.

Angela Merkel zu Gast bei der Harvard University
انځور: picture-alliance/S. Senne

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د پنجشنبې په ورځ په هارورد پوهنتون کې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه. په غونډه کې د هغې تود هرکلی وشو او «تر جګړې وروسته دوران یو له ډیرو بانفوذه او داسې مشرانو چې درناوی یې کیږي» په توګه معرفي شوه.

میرکل خپلې خبرې په انګلیسي ژبه پیل کړې، خو بيرته ژر يې آلماني پيل کړه. د هغې خبرې چې د یوه ژباړونکي له خوا ترجمه کیدې، د بیلابیلو موضوعګانو په اړه وې. هغې په ختیځ آلمان کې د برلین دیوال تر سیورې لاندې خپلې سابقې ته هم اشاره وکړه. خو میرکل په خپله وینا کې د دیوالونو د جوړولو مفکورې په اړه بیا هم خبرې وکړي. میرکل «د خلکو په مغزونو کې د دیوالونو، د جهالت او باریک بینې دیوالونو» یادونه هم وکړه. میرکل د خپلې وینا په یوه برخه کې پر محصلینو باندې غږ وکړ چې «د جهالت او باریک فکرۍ دیوالونه ونړوي».

میرکل په عین حال کې د هغو چانسونو او ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې چې نویو تکنالوژیو رامنځته کړي دي. هغه د اقلیم بدلون پر ضد مبارزې په اړه هم وغږیده.

میرکل فارغه شویو محصلینو ته د بدلون له پاره کارکولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل: «هر هغه څه چې لکه د تیږې کرښې او د نه بدلیدو وړ ښکاري، بدلیدای شي. هر بدلون لومړی په فکر کې پیلیږي.»

میرکل د آلمان تاریخي مسئولیت هم ومنه، او د بخښنې په اړه یې خبري وکړې. د آلمان صدراعظمې وویل: «د آلمان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ اړیکې ښيي چې پخواني دښمنان څرنګه سره دوستان کیدای شي.»

د امریکا متحده ایالاتو اوسني ولسمشر دونالد ترمپ، ته په واضح اشارې سره میرکل وویل چې «د محافظت سیاست یا پروتیکشنیزم» د لویدیځو هیوادونو هوساینه ګواښي. میرکل ټینګار وکړ چې هیوادونه باید د یو اړخیزۍ پر ځای څواړخیزه، د ملي پر ځای نړیوال، د منزوي شوې پر ځای د پراخ لید لرونکې کړنلاره انتخاب کړي.

د میرکل د خبرو په جریان کې تر ټولو ډیري چکچکې هغه مهال وشوې چې صدراعظمې پر ریښتنوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ باید له ځان او نورو سره صادقه واوسو او دا په دې معنی ده چې دروغو ته رښتیا او رښتیا ته دروغ و نه وایو.»

(ms/nz (DW: Jon Shelton

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب