هغې وويل: «په اصل کې هغوی [امريکا] د مختلف سياسي نظر درولودو له کبله پر موږ ټولو متحدينو بندیز وضع کړ.»
ميرکل وويل: «موږ دا زده کړل چې پوتين پر اوکراین هغه وخت بريد وکړ چې حتی نورت ستريم دوه نل ليکه لا فعاله شوې هم نه وه. هغه دې ته وار نه وکړ، بلکې دا یې يو جيو سياسي هدف وو څو د دې مخه ونيسي چې يو نژدې پروت هېواد یې د ځان له پاره بل ډول ماډل انتخاب کړي، هغه څه چې دی یې د لويديځ نفوذ يا اغيز بولي.»
هغې وويل چې اروپا ته د نزدوالي له کبله دا په سياسي توګه ناممکنه وه چې له روسیې سره تجارت نه وای شوی. خو هغې دا خبره رد کړه چې ګنې په دې آند وه چې د تجارت له لارې روسیې ته تغير ورکولی شي.
ب. ص/ ن. ز (Alistair Walsh, Rina Goldenberg)
زموږ له آرشيف څخه:
انگلا ميرکل: له ۱۵ کلونو راهيسې د آلمان صدراعظمه
انگلا ميرکل له ۱۵ کلونو راهیسې د آلمان صدراعظمه ده. هغې په دې موده کې د آلمان د څلورو حکومتونو مشري کړې ده. د دې سياسي ژوند ته په دې انځوريز راپور کي کتنه شوې ده.
ميرکل نوره «نجلۍ» نه ده
د آلمان پخواني او فقيد صدراعظم هيلموت کول يو ځل ميرکل د پلار په ډول په اصطلاح «د هغه نجلۍ» بللې وه يعني دا چې د هغه شاگرده ده. خو ميرکل په ۲۰۰۱م کال کې کله چې هغې په اپوزيسيون کې د مسيحي ديموکرات گوند مشري پر غاړه واخيسته، د کول له پلرني سيوري را ووتله. خو ستر ماموريت یې په ۲۰۰۵م کال کې پيل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Altwein
په کم توپير سره په ټاکنو کې بريا
د ۲۰۰۵م کال پارلماني ټاکنې: د آلمان مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونه د برحاله سوسيال ديموکرات گوند په مقابل کې چې مشري یې گيرهارد شرودر کوله، په ډېر کم تفاوت سره گټونکي شول. دا له ۱۹۴۹م کال راهيسې د ميرکل په مشرتوب د مسيحي ديموکرات گوند تر ټولو خرابې ټاکنیزې پايلې وې. که څه هم چې د سياسي ژوند د دې نوي پړاو د پیل له پاره شرايط ډېر ښه نه ول، خو هغې ډېر ژر خپل ځای پيدا کړ.
انځور: Stefan Sauer/dpa/picture alliance
نوې صدراعظمه
بالاخره د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو اتحاد د سوسيال ديموکرات گوند سره ستر ائتلاف رامنځته کړ. گيرهارد شروډر د ۲۰۰۵م کال د نومبر پر ۲۲ نيټه ميرکل ته د آلمان د لومړۍ صدراعظمې په توگه د ټاکل کيدو مبارکي وويله. هغه د پخواني ختيځ آلمان لومړی تبعه ده چې دغه مقام ته ورسيدله.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Reiss
ښه کوربنه
ميرکل ډېر ژر پر هر څه لاس بری وموند. په ۲۰۰۷م کال کې یې د «جي - اته ډلې» د هيوادونو د مشرانو کوربتوب پر غاړه لاره او د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت له ولسمشر جورج بش او د روسېې د جمهور رئيس ولاديمير پوتین سره یې ټوکې کولې: د جيوپوليتکي پلوه يوه داسې فضا چې د نن په پرتله څو چنده سالمه وه.
انځور: Toshifumi Kitamura/AFP/Getty Images
د هغې د جامو رنگا رنگي
ميرکل ډېر وخت د پاخه رنگ پتلونونه اغوندي خو کرتې یې تل رنگه وي. د کارپوهانو په حواله دا رنگونه د دې ښکارندوی کوي چې صدراعظمه څه حال لري او يا غواړي څه پېغام ورکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber
اخ، دا د ستر سن ځوانان!
په ۲۰۰۸ م کال د اروپا سياست: انگلا ميرکل د اروپا د دې دوو وتلو سياستوالو د فرانسې د پخواني ولسمشر نيکولای سرکوزي او د هغه د ايتالوي سيال سيلويو برلسکوني په مقابل کې يوازې يوه نرمه مسکا کوله. ميرکل د اروپا د مالي بحران په ترڅ کې د يوې پیاوړې سياستوالې په توگه مطرح شوه.
انگلا ميرکل د آلمان صدارت مانۍ کې لومړنۍ ميرمن ده. که څه هم چې هغې هيڅکله هم له دې موضوع يوه ستره سياسي مسله نه ده جوړه کړې خو ځينې ښځې د میرکل له ځانگړي حمايت څخه برخمنې وې. د مثال په توگه انگريت کرمپ - کارنباور، اورزولا فون ډېر لاين، او يوليا کلوکنر.
انځور: picture-alliance/M. Schreiber
محتاط چلن
ميرکل ډېر له احتياط څخه کار اخلي. هغه چې څه نظر د نړۍ د ځينو دولتي او حکومتي مشرانو په اړه لري، واضح کوي يې نه، يا چپ پاتيږي او يا یې هم مبهم بيانوي. د دې ډول کسانو سره په چلن کې د دولت اصول تعقيبوي.