1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په هندوستان کې د اړیکو د پراخولو هڅه کوي

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

هند او آلمان غواړي خپل اقتصادي مناسبات لا پراخ کړي؛ په ځانګړې توګه د تکنالوژۍ په برخه کي. میرکل په داسې حال کې د هند په سفر بوخته ده چې د نوي ډهلي هوا تر تعین سوي حد ۱۹ وارې ډیره ککړه ده.

Indien Neu Dehli | Angela Merkel bei Narendra Modi
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

که څه هم صدراعظمې انګلا ميرکل، باید یو ماسک اغوستی وای، خو هغې له دې کار څخه ډډه وکړه او د لومړي وزیر ناریندرا مودي، سره یې په گډه په عسکري مراسمو کي برخه واخیسته. تر هغه وروسته دواړو مشرانو د هند او آلمان د اړیکو ستاینه وکړه. میرکل وروسته د خپل دغه دوه ورځني سفر پر مهال د دواړو هیوادونو د موجوده مناسباتو څخه یادونه وکړه او هغه یې ډیر ښه وبلل.

میرکل زیاته کړه چي هند او آلمان غواړي په راتلونکې کي د ډیجیتلي کیدو، اقلیم ساتني او نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کي تر پخوا لا ډیر کار وکړي. په خبره یې هندوستان د ډیجیتلي کیدو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کي ډیر امکانات لري. خو هغې په عین حال کي وویل چي د دواړو هیوادونو تر منځ کیدای سي اقتصادي مناسبات نور هم تقویه سي.

هند ته د میرکل سره په دغه پنځم حکومتي مشورتي سفر کي د کابینې ډیر وزیران ملگري دي او غواړي د اقتصادي او تجارتي مناسباتو د تقویې تر څنگ د دوامداري ودي او همدارانگه بهرني او امنیتي – سیاسي مسایلو په باب هم سره سلأ مشورې وکړي.

د دواړو حکومتونو نمایندگانو د دغه سفر پر  مهال ټول ټال ۲۲ موافقې لاسلیک کړې.

د آلمان د حکومت ویاند شټیفان زایفرت، بیا وویل چي حکومت یې د هند او پاکستان تر منځ ترینګلی حالت او همدارانگه د کشمیر وضعیت په اندیښنې سره تعقیبوي او کوښښ کوي چي دغه تشنج راکم او شخړي ته یې دیپلوماتیک او سیاسي حل پیدا سي.

انځور: AFP/P. Singh

آلمان، هند ته ډیر صادرات لري

په اروپايي ټولنه کي آلمان د هند ډیر مهم تجارتي ملگری دی. هند ته د دغه هیواد په صادراتو کي ماشیانانو، برقي تکنالوژي، اوسپنیز او کیمیاوي مواد، موټر او پرزې یې شاملې دي. هند بیا آلمان ته جامې، برقي تکنالوژي، اوسپنیز مواد، څرمن او خوراکي توکي صادروي. خو هند ته د آلمان صادرات ډیر دي. ځکه نو مودي هیله لري چي  د دغه سفر پر مهال به آلمان په هند کي مستقیمه پانګونه وکړي.

له بل اړخه که څه هم تیر عیسوي کال د هند اقتصادي وده تر چین لوړه وه، خو له ۱،۳ میلیارده نفوس سره د دغه هیواد اقتصاد هم تر یوه حده پوری د رکود سره مخامخ دی. د بیلګې په توګه په تیرې سپټمبر میاشت کي د موټرو په خرڅلاو کي ۲۰ فیصده کموالی راغلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب