1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په چین کې د خپل رسمي سفر وروستې ورځ تیروي

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه

د المان صدراعظمه انگلا میرکل په چین کې د خپل رسمي سفر وروستی ورځ تیروي . په داسې حال کې چې میرکل له چین سره د څو میلیارده یورو په ارزښت د سوداگرۍ یو تړون لاسلیک کړی دئ او چین هم د ۵۰ هوایي الوتکو د رانیولو په سر راضي شوی دئ.

پر دې سربیره انگلا میرکل پر دې هم توانیدلې چې د یورو په بحران کې د چین ملاتړ تر لاسه کړي. د چین لومړي وزیر وین جیاباو ویلي وو چې د دوی هیواد به په اروپا کې پانگونې ته ادامه ورکړي خو د یورو په زون کې ئې د بحران ځپلو هیوادونو څخه د نورو ریفرومونو د نافذولو غوښتنه کړې وه. میرکل د چین لومړي وزیر ته ډاډ ورکړی وو چې اروپا د یورو د پخواني ارزښت لاس ته راړولو ته ژمن ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب