1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

میلوني غواړي د ايټالیا د نوي حکومت مشري وکړي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د ایټالیا په پارلماني انتخاباتو کي د عوام پاله ښی اړخي ګوند، « پراتیلي ديتالیا» د ډیرو رایو تر ګټلو او پارلمان کي د یوه قوي فراکسیون په راظاهریدو سره د هغه رهبره، جورجه میلوني د راتلونکي حکومت د جوړولو د حق ادعا کړې ده.

Wahl in Italien | Wahlabend in der FdI Parteizentrale
انځور: Gregorio Borgia/AP/picture alliance

د ایټالیا په پروني پارلماني انتخاباتو کي د عوام پاله ښی اړخي ګوند، « پراتیلي ديتالیا» د ډیرو رایو تر ګټلو او پارلمان کي د یوه قوي فراکسیون په راظاهریدو سره د هغه رهبره، جورجه میلوني د راتلونکي حکومت د جوړولو د حق ادعا کړې ده. تر انتخاباتو وروسته هغې په روم کي وویل، چي ایټالویانو په دې مورد کي یو ښکاره زیګنال استولی دی. دغي ۴۵ کلني اضافه کړه، چي «موږ به د ټولو لپاره حکومت وکړو.»
اوس به نو پراتیلي ديتالیا حزب د هغې د ښی اړخي اتحاد، لیګا او فورڅا ایټالیا سره یو ځای په پارلمان کي مطلق اکثریت پلاس راوړي .میلوني به نو پدې ډول سره د ايټالیا په تاریخ کي لمړنی ښځه وي، چي صدراعظمه کیږي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل