1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میني یوه پاکستانۍ نجلۍ د هندوستان تر زندانه ورسوله

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

هندي چارواکي وايي، د اقراء په نامه یوه ۱۹ کلنه نجلۍ چي د پاکستان د حیدر آباد ښار اوسېدونکې ده او د ملايم سنګ سره د واده په موخه له کوره تښتيدلې ده، د هندوستان په سويلي ښار بنګلور کې پوليسو نیولې ده.

Schwergewichts-TMC-Führer Anubrata Mandal
انځور: Satyajit Shaw/DW

هندي پولیسو پرون یوه ۱۹ کلنه پاکستانۍ د جعلي تذکرې او په ښار کي د غیري قانوني اوسیدو په تور نیولې ده. د پولیسو چارواکي وايي، نوموړې نجلۍ د خپل مين لیدو ته د نيپال پر لاري په غیري قانوني توګه هندوستان ته ورغلې ده.

هندي چارواکو دا نجلۍ د اقراء جیواني په نامه پېژندلې ده، د دوی په خبره یاده میرمن تېر کال د هندوستان او نيپال ترمنځ پر پرانیستلې پوله د هندوستان خاورې ته ور اوښتې وه.

پولیس څه وايي؟

د بنګلور د پولیسو مرستیال مشر وايي، د دې نجلۍ خاوند ۲۶ کلن ملایم سنګ یادو د یو خصوصي شرکت امنیتي کارمند دی. نوموړي اقراء ته هندوستان د ورتګ بلنه ورکړې وه.

د پولیسو په وینا: «پروسږکال دغه ځوان د پاکستان د سېند ایالت د حيدر آباد ښار د یوې ۱۹ کلني نجلۍ سره د کمپيوټري لوبو پرمهال تماس نیولی وو، دواړو هیله درلوده، چي واده وکړي، ځوان له نجلۍ څخه غوښتي ؤ چي د ۲۰۲۲کال په سبتمبر میاشت کي د نيپال هیواد پلازمېني کټمنډو له لاري هندوستان ته راسي.»کرونا په جاپان کي په ميني پسې انلايني تلاښ زيات کړی

پولیس زیاتوي، هغوی په بنګلور ایالت کي د بیلندور د پولیسو حوزې ته نژدې په یو کور کي اوسیدل: «دا نجلۍ اوس د خارجي وګړو د ثبت او راجسټرېشن دفتر«FRROAF» ته سپارل سوې او د ځوان په اړه هم دوسیه جوړه سوې ده.»

پاکستانۍ نجلۍ څنګه هندوستان ته ولاړه؟

د پولیسو په خبره، اقراء څو مياشتې مخکې نيپال ته راغلې وه، ملایم سنګ یادو هم ورغلی وو او هلته يې واده کړی، دوی تر واده وروسته د نيپال د پولي له لاري لومړی د هندوستان بهار ایالت ته راغلي ول.

یو څو ورځي وروسته ملایم سنګ یادو، اقراء له ځان سره بنګلور ته راوستله او دواړه دلته په یو کرايي کور کي اوسېدل، په داسي حال کي، چي ملایم سنګ د اقراء نوم «راوا» ته اړولی ؤ.

نوموړي اقراء خپله مېرمن معرفي کوله او خپلي ناوي ته یې د هندوستان تذکره هم اخیستې او د هندي پاسپورت د ترلاسه کولو غوښتنلیک يې هم ورکړی ؤ.

هغه څنګه ونیول سوه؟

د راپورونو پر بنسټ اقراء جیواني په پاکستان کي د خپلي کورنۍ له غړو سره د تماس نیولو په هڅه کې وه چې اصليت یې د هند د استخباراتي ادارې له خوا کشف شو روښانه شو او خبره ډنډوره سوه.

د یادو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ملي پولیسو د دوی په اړه د جزيياتو په راټولو پېل وکړ، چي بالاخره د دوی تر کوره پوري ورسېدل او د دوی کور يې کلابند کړ.

پولیس وايي، دواړه «مین او میینه» يې تر قانوني پوښتنو او ګروېږونو وروسته نیولي دي. راپورونه وايي، چي د کور مالک هم پولیسو نیولی دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل