مېرمن بارکزۍ د نه خوړلو اعتصاب مات کړ
۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبهبارکزۍ چي د اتو نورو وکيلانو سره د افغانستان د ټاکنو د کمېسيون لخوا د پارلمان د غړيتوب څخه بې برخي سوې وه، تر هغه وخته د نه خوړلو د اعتصاب خبر ورکړی وو، چي بيرته يې په پارلمان کي خپله چوکۍ نه وي تر لاسه کړې.
د اکتوبر د مياشتي پر څوارلسمه نېټه د بارکزۍ د اعتصاب خيمه چي د افغانستان د پارلمان ودانۍ ته نږدې جوړه سوې وو، افغان امنیتي ځواکونه ورغلل او هغه يي په زور روغتون ته انتقال کړه.
مجددي، چي بارکزۍ يې په غوښتنه خپل د نه خوړلو اعتصاب مات کړی دی، هغې ته وعده وکړې چي د هغې د حقونو څخه به دفاع وکړي. هغه په روغتون کښي مېرمن بارکزۍ ته وويل:
«ته دي خپل اعتصاب مات کړه زه وعده کوم چي ستا له حقونو څخه به دفاع کوم.»
دا د مجددي خبري دي چي بارګزۍ ته يې د سوپ د لومړۍ قاشقي د ورکولو پر حال کړي دي.
بارکزۍ د مجددي د دغي غوښتني په جواب کي ويلي دي: «زه ستاسو د احترام له پاره خپل اعتصاب ماتوم او هيله لرم، چي تاسو به زما د حقوقو مدافع پاته سي.»
بارکزۍ د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کي هغه مهال وژړل، چي خبريالانو ورڅخه د ډوډۍ تر خوړلو وروسته د هغې احساس وپوښتی.
بارکزۍ همداراز مجددي ته ويلي دي، چي د هغې اعتصاب د چوکۍ د ترلاسه کولو له پاره نه، بلکي د عدالت د پلي کيدو له پاره وو.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل