1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرمن حسينه شيخ ونيول شوه

۱۳۸۶ تیر ۲۵, دوشنبه

د بنگلادېش پخوانۍ لومړۍ وزيره مېرمن حسينه شيخ د نوموړي هېواد د منځمهاله نظامي حکومت له خوا ونيول شوه. په پلازمېنې ډکه کې يوې محکمې د مخالف عوامي گوند د مشرې د نيونې پرېکړه کړې ده.

د بنگلادېش د عوامي گوند مشره مېرمن حسينه شيخ
د بنگلادېش د عوامي گوند مشره مېرمن حسينه شيخانځور: AP
ويل کېږي چې په مېرمن حسينه شيخ باندې د قدرت څخه د ناوړې استفادې او تحديد تورونه لگول کېږي. نوموړې 59 کلنې سياستوالې دغه تورونه رد کړي دي. هغې زياته کړه چې د هغې د نيونې د لارې هڅه کېږي په پارلماني ټاکنو کې د هغې د برخې اخېستنې مخه ونيول شي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب