مېرکل: د اقليم د بدلېدلو موضوع د اروپايي اتحاديې دپاره ډېره مهمه ده
۱۳۸۵ بهمن ۲۷, جمعه![«اروپا بايد د اقليم ساتنې او ژغورنې په برخه کې مخبېلگه شي»](https://static.dw.com/image/2343639_800.webp)
اعلان
مېرکل د آلمان په مشرانو جرگه کې د اروپايي اتحاديې د شورا د بيانيې ورکولو په ترڅ کې وويل چې اروپا بايد د اقليم ساتنې او ژغورنې په برخه کې مخبېلگه شي. د بايرن او راينلند فالڅ د آيالتونو لومړي وزيرانو په اروپا کې د ټولنيزو بدلونونو غوښتنه هم وکړه. د سوسيال دموکرات گوند مشر کورت بېک دا هم وويل چې ترکيې ته دې په اوږد مهال کې د اروپايي اتحاديې د غړيتوب بلنه ورکړل شي. دا د ده په اند له اسلامي هېوادونو سره د ښه گاونډيتوب يوه نښه ده.