1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د انرژۍ پاليسي او د اقليم ساتنه د خپل سياست مهم ټکي وبلل

۱۳۸۵ اسفند ۱۱, جمعه

د آلمان په پارلمان کې انگلا مېرکل داسې يوه بيانيه وړاندې کړه چې په هغې کې يې په تېره بيا د انرژۍ او اقليم موضوعاتو ته اشاره وکړه. په راتلونکي اونۍ کې د اروپايي ټولنې يوه سرمشريزه غونډه هم جوړېدونکي ده.

اروپايي ټولنه غواړي چې د مضرو غازو توليد کم کړي
اروپايي ټولنه غواړي چې د مضرو غازو توليد کم کړيانځور: AP
د آلمان په مشرتوب د اروپايي ټولنې 27 غړي هېوادونه غواړي چې د انرژۍ او چاپيريال ساتنې يوه گډه پاليسي منځ ته راولي. اروپايي ټولنه غواړي چې د مضرو غازو توليد کم کړي او له نوې کېدونکې انرژۍ څخه زياته گټه پورته کړي. ځينې اروپايي هېوادونه دغه اهداف ناشوني گڼي ځکه چې تر اوسه پورې له 1990 م کال راهيسې د کاربن ډايوکسايډ توليد يوازې يو فيصد کم شوی دی په داسې حال کې چې د کيوتو په مقرراتو کې تر 2012 م کاله پورې اته فيصده په نظر کې نيول شوي دي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب