«مېرکل د راتلونکو مهاجرو شمېر ته پوله ټاکل نه غواړي»
۱۳۹۴ دی ۱۴, دوشنبه د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل وياند شټېفن زايبرت د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۴مه نېټه) په برلين کي وويل چي «دا د صدراعظمې دريځ نه دی.» زايبرټ د آلمان د ائتلافي حکومت د مسيحي سوسيال اتحاد CSU د درئيس هارسټ زېهوفر هغه غوښتني ته اشاره وکړه چي نوموړی وايي آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره بايد کلنی حد او پوله وټاکله سي.
خو د مېرکل وياند وويل چي صدراعظمه په دغه موضوع کي د آلمان له خوا په خپل او يوازي سر دا ډول قدم اخيستل ردوي. له بل اړخه د CSU ګوند يو شمېر سياستوال د خپل ګوندي رئيس زېهوفر د غوښتني ملاتړ کوي.
هارسټ زېهوفر په ويلډباډ کرويت کي د خپل ګوند د کنګرې د پېلېدو څخه تر مخه ويلي چي آلمان هر کال تر ۲۰۰ زرو پوري پناه غوښتونکو ته ځای ورکولای او د هغوی د ادغام او نورو اړتياؤ تر هوده وتلای سي.
د نوموړي په وينا تر دغه څخه زيات پناه غوښتونکي آلمان نه سي ځايولای او له همدې کبله دغه سياستوال غوښتنه وکړه چي و آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر ته دي د ۲۰۰ زرو اکثر حد وټاکل سي. په آلمان کي د څو مياشتي راهيسي د ياد ګوند د سياستوالو له خوا د مهاجرو و راتګ ته د پولي ټاکلو غوښتني کيږي او ورباندي تاوده بحثونه سوي. خو دا لومړی ځل ؤ چي په دې تړاو زېهوفر ۲۰۰ زره د يوې حد اکثر شمېرې په توګه وړاندي کړه.
د انګېلا مېرکل وياند زايبرټ د مهاجرو د شميرې له پاره د پولو د ټاکلو په وړاندي کي د صدراعظمې مخالفت څرګند کړ: «د حد اکثر پولي ټاکل کېدل (د اروپايي اتحاديې) د يو دولت په يوازي اقدام نه سي عملي کېدلای.» وياند زياته کړه چي د مهاجرو د شمېرو په تړاو يوازي د اروپايي اتحاديې د نورو غړو سره په ګډه يو تصميم نيول کېدلای سي.
لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل چي د مسيحي ډيموکراټ ګوند CDU رئيسه هم ده، د چارشنبې په ورځ د ائتلافي ګوند CSU په کنګره کي مېلمنه هم ده. زايبرټ وويل چي دا «يقيني خبره ده» چي په دغه کنګره کي به ياده موضوع «تر زيات بحث لاندي ونيول سي.» د دغه وياند په وينا دغه کنګره يو ښه فرصت دی چي د مهاجرو د سياست په تړاو زموږ پر اهدافو خبري وسي.