مېرکل له افريقې بېرته راغله
۱۳۸۶ مهر ۱۶, دوشنبهاعلان
په تېرو څو ورځو کې يې له لايربريا، جنوبي افريقې او اتيوپيا څخه ليدنه کړې. د يکشنبې په ورځ يې د لايبېريا ولسمشر ايلن جنسن سيرلف ته د نوموړي هېواد په بيا ودانولو کې د فعالې ونډې اخېستنې ژمنه کړې. آلمان غواړي چې د مېرکل په وينا د لايبېريا د پورونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د آلمان د پرمختيايي چارو وزيرې په عين حال کې د پرمختيايي مرستو زياتېدل اعلان کړي، له څوارلس مليونو يورو څخه اتلس مليونو يورو ته.