1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

م. م: افغانستان د سولې د خبرو له پاره په غوره موقعیت کې دی

۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي چې افغانستان له ۲۰۰۱م کال وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره په تر ټولو غوره وضعیت کې دی. په خبره یې سولې ته د رسیدو له پاره حوصله او زغم ته اړتیا ده.

Tadamichi Yamamoto
انځور: picture alliance/AP Images/R.Gul

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو ویلي چې د طالبانو د رژیم تر پرزیدو وروسته افغانستان له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره په تر ټولو غوره موقعیت او حالت کې دی. نوموړي همدا راز ویلي چې سولې ته د رسیدو لار سخته ده او صبر او استقامت ته اړتیا لري.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماماتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې هغه هیله من دی چې طالبان به هم د افغانستان د حکومت په څیر په اقدام لاس پورې کړي. نوموړي همدا راز وویل چې په دې برخه کې د سیمه ایزو او مهمو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا ده.

 د طالبانو چارواکو تيره اوونۍ  ويلي ول چې دوی له امریکا متحده ایالاتو سره د دومې دورې خبرو له پاره چمتو دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې یاماماتو همدا راز وویل چې هغه په افغانستان کې تر ۲۰۱۰م کال وروسته د لومړنیو پارلماني ټاکنو د امنیت او د راولاړ شوو ننګونو په هکله اندیښمن دی.

ټاکل شوې په افغانستان کې پارلماني او د محلي شوراګانو ټاکنې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نیټه ترسره شي. نوموړي همدا راز ویلي چې هغه په دې هم پوهیږي چې ښايي په دې ټاکنو کې درغلي وشي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب