1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

م. م: د روهنګیایانو نسل وژنه اوس هم ادامه لري

۱۳۹۷ آبان ۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د حقیقت موندني کمیسیون د څېړنو پر بنسټ په ميانمار کې د مسلمان اقليت روهنگيا سرکوب او پرې د زور زیاتيو پیښي ادامه لري. د ملګرو ملتونو ځانګړي څارونکي هلته د نړیوالي محکمې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

Bangladesch Cox's Bazar Rohingya Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/NurPhoto/K. S. Razu

په میانمار کې د حکومتي ځواکونو په لاس د روهنگيا مسلمان اقليت د سرکوبولو، قتل او زورزیاتیو له پیښو د هغوی د تیښتې یو کال تیریږي. د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ له مخې په دغه هیواد کې لا هم د روهنگيا مسلمانانو پر ضد د حکومتي ځواکونو د زورزیاتي پیښې ادامه لري.

د روهنګیايي مسلمانانو د نسل وژنې او پر دوی باندې د شوو ظلمونو د څیړنو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې څارونکي مرزونکي داروسمن، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتي ۲۴ نیټه) په نیویارک کې وویل چې په میانمار کې لا هم نسل وژنه ادامه لري.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي څارونکي همدا راز وویل چې په میانمار کې د زورزیاتيو روانې پیښې د نسل وژنې ټول مشخصات او ځانګړنې لري. په دې مشخصاتو کې شدید جسمي زیانونه، د ماشومانو د زیږیدنې د مخنیوي له پاره اقدامات او همدا راز د داسې شرایطو رامنځ ته کول شامل دي چې د روهنګیایانو د نسل وژنې او د دوی د نسل د لمنځه وړلو له پاره زمینه برابره شي.

په نیویارک کې د خپلو موندنو د شریکولو پرمهال د ملګرو ملتونو ځانګړي څارونکي مرزونکي داروسمن وویل چې اوس هم زرګونه روهنګیايي مسلمانان له دې هیواده د تیښتې په حال کې دي. د نوموړي په خبره اټکل کیږي چې د ۲۵۰ او ۴۰۰ زرو کسانو په منځ کې روهنګیايي لږکي په میانمار کې پاتې وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي څارونکي مرزونکي داروسمن د نړیوالې محکمې د مداخلې غوښتنه کړېانځور: Reuters/D. Balibouse

داروسمن، وویل چې په میانمار کې پاتې روهنګیایان له شدید سرکوب او ډيرو محدودیتونو سره مخامخ دي. تر دې وړاندې د روان کال په سپتمبر میاشت کې دغه کمیسیون یو هر اړخیز رپوټ هم خپور کړی وو. په هغه رپوټ کې څارونکو د قومي لږکیو پر وړاندې د میانمار د پوځ اقدامات «شدیداً نامتناسب» ګڼلي او هغه یې په کلکه محکوم کړي ول.

د ملگرو ملتونو دغه څارونکي په امنیت شورا کې غوښتنه کړي ده چې په میانمار کې د تاوتریخوالي روانې پیښې دې د ډنهاګ نړیوالې محکمې ته راجع کړل شي او یا دې د هغو له پاره ځانګړې محکمه جوړه کړل شي. پر دې سربیره داسې اټکل کیږي چې که چیري دغه موضوع پرمخ ولاړه شي، چین او روسیه به یې وټیو کړي نو له دې کبله دا له امکانه لیرې بریښې چې دغه دوسیه دې نړیوالې محکمې ته راجع کړل شي.

میانمار دغه تورونه ردوي

په ملګرو ملتونو کې د میانمار سفیر هاو دوسوان، د ملګرو ملتونو دغه ارزونه ناسمه، مغرضانه او د سیاسي انګیزې لرونکې یاده کړې او ویلي یې دي چې حکومت یې د عمدي نسل وژنې ټول تورونه ردوي.

چین چې د میانمار متحد هیواد دی، د ملګرو ملتونو دغه تحقیقات «ناکره» یا نا مؤثق یاد کړي دي. چین د ملګرو ملتونو د تازه رپوټ په هکله په غبرگون کې ویلي دي چې ښه به دا وي چې نړیواله ټولنه د مهاجرو د بیرته ستنیدو پر موضوع باندې تمرکز وکړي. روسیه هم په دې ترڅ کې ورته یو دريځ لري. خو د میانمار له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یانګهي لي، بیا په اوسینو شرایطو کې میانمار ته د روهنګیايي مهاجرو بیرته ستنیدل ناممکن ګڼي.

انځور: Reuters/J. Silva

د میانمار له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یانګهي لي په دې هکله ویلي چې تر هغه وخته پورې چې په میانمار کې د روهنګیايي مسلمانانو سرکوب ادامه ولري، د روهنګیايي مهاجرو بیرته ستنیدل له امکانه لیرې موضوع ده. نوموړي زیاته کړې چې د میانمار د حکومت مشره او د نوبل د سولې جایزې لرونکې آونګ سان سوچي د ديموکراسۍ او ټولو وګړو له پاره د مساوي حقوقو د تأمین په برخه کې هیڅ علاقه نه لري.

روهنګیايي مسلمانان په پخواني برما یا اوسني میانمار کې له تبعیض او فشارونو سره مخامخ دي. د تیرکال په ترڅ کې دغه راز یو حالت هغه وخت لا پسې ترینګلی شو، چې روهنګیايي یاغیانو په میانمار کې د امنیتي ځواکونو پر ځينو امنیتي پوستو باندې بریدونه وکړل. د دغه هیواد پوځ چې زیاتره یې بودایان دي، په خونړي متقابل اقدام لاس پورې کړ. د ملګرو ملتونو د محتاطانه ارزونې پر بنسټ په دغو پیښو کې د میانمار پوځ لږ تر لږه ۱۰ زره روهنګیایان وژلي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب