1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م : طالبان اوس هم له القاعدې شبکې سره اړيکي لري

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د بندیزونو د څار د خپلواکې ادارې له خوا ويل شوي چې طالبان په ځانگړي توگه حقاني شبکه یې له القاعدې سره اوس هم نژدې اړيکي لري. ملگرو ملتونو په دې ترڅ کې د امريکا او طالبانو د تړون په اړه انديښنه څرگنده کړې.

Aiman az-Zawahiri Videobotschaft
انځور: Reuters/SITE

د ملگرو ملتونو د بندیزونو د څار دغه خپلواکې کميټې د دوشنبې په ورځ د ( جون لومړۍ نیټه) د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته په وړاندې کړل شوي رپوټ کې ويلي: «طالبانو له امريکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو پر وخت په منظم ډول له القاعدې شبکې سره مشورې کولې او تضمينونه یې ورکول چې دوی به [له القاعدې سره] خپلو تاريخي اړيکو ته درناوی ولري.»

په دې رپوټ کې ويل شوي چې د طالبانو او القاعدې شبکې ترمنځ دغه اړيکې د دوستۍ، خپلمنځني ودونو، د شريکې مبارزې او ایديالوژيکي خواخوږۍ پر اساس ولاړې دي.

په رپوټ کې ويل شوي چې د القاعدې ډلې لوړپوړي چارواکي، د دې ډلې جنگيالي او د نورو ترهگرو ډلو غړي اوس هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره اړيکي لري.

د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ نیټه د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون پر اساس بايد امريکايي پوځيان له ۱۲تر ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستانه ووځي. طالبانو هم په دغه تړون کې ژمنه کړې چې د دې مخه به نيسي چې د افغانستان خاوره د القاعدې شبکې او نورو ترهگرو ډلو له خوا د امريکا متحده ایالاتو او د متحدينو د امنيت د گواښولو له پاره استعمال نه شي.

تړون امريکا متحده ايالات هم مکلفوي چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر د جولای مياشتې تر نيمايي پورې ۸۶۰۰ عسکرو ته راټيټ کړي. ناټو او امريکايي چارواکو ويلي چې د عسکرو شمیر تیره اوونۍ تقريباً دې کچې ته ټيټ شوی دی او که وضيعت اجازه وکړي نو د ۲۰۲۱‍م کال په می مياشت کې به دغه شمیر صفر ته راټيټ شي.

امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې تر بريدونو وروسته افغانستان ته خپل عسکر واستول. د امريکا په حواله طالبانو د القاعدې د دې پلان شويو بريدونو له پاره القاعدې شبکې ته پټنځایونه ورکړي ول.

د ملگرو ملتونو څارونکي ويلي چې که چیرې طالبان له امريکا سره په خپلو ژمنو ولاړ پاتېږي نو «دا به ښايي د القاعده پلوه او القاعده مخالفو اړخونو ترمنځ درز پيدا کړي.» په رپوټ کې زياته شوې: «د تړون [د امريکا او طالبانو] بريا به ښايي د طالبانو په ارادې پورې اړه ولري چې القاعده په افغانستان کې د خپلو تازه فعاليتونو د درولو له پاره تشويق کړي.»

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې دهغه په آند د ملگرو ملتونو دا رپوټ د مارچ تر ۱۵ نیټې پورې موده تر پوښښ لاندې نيولې ده. يعني د امريکا او طالبانو تر تړون دوې اوونۍ وروسته پورې موده او دا به وخت ونيسي څو طالبان القاعده شبکه قانع کړي.

نوموړي په واشنگټن کې خبريالانو ته وويل: «هغوی [طالبانو] يو څه گامونه پورته کړي. او ډېر نور څه هم بايد وکړي.» خو خليلزاد زياته کړې چې که طالبان چیرې خپلې ژمنې پر ځای نه کړي نو د امريکا حکومت بيا پر هغه څه له سره غور کولی شي.

ملگرو ملتونو ویلي چې د حقاني شبکه په ځانگړي ډول له القاعدې سره اړيکي پاليانځور: Reuters/Stringer/File Picture

bs/qp (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل