1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيتآسیا

افغانستان؛ د خوړو ناامني او خوارځواکي مخ پر پراخيدو ده

غضنفر عادلي | ژباړه: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۱۷, دوشنبه

د ژمي په رارسیدو سره، د خوړو نړیوال پروگرام د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د لوږې د بحران د سختیدو په هکله اندیښنه څرگنده کړې. ملگرو ملتونو همدارنگه د بودیجې د کمښت له سختو عواقبو څخه خبرداری ورکړ.

د بشري مرستو د ترلاسه کولو له پاره د ښځو کتار
آرشیف:د خوړو نړیوال پروگرام په افغانستان کې د لوږې د بحران د سختیدو په هکله اندیښنه څرگنده کړې.انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

په افغانستان کې د ژمي په رارسیدو سره، د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې په دا وروستیو کلونو کې به د افغان ښځو او کوچنیانو په منځ کې خوارځواکي بې سارې سطحې ته ورسيږي.

ملگرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د بودیجې د کموالي په دلیل کولای سي په افغانستان کې یوازې ۱۰ سلنو اړمنو کسانو ته غذايي مرستې ورسوي.

اړونده موضوع: ملگري ملتونه: ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

د خوړو نړیوال پروگرام ویلي چې له ۲۰۲۴ م کال راهیسې تراوسه، د هغو سیارو ټیمونو له نیمايي څخه د ډېرو فعالیتونه په ټپه دریدلي دي چې په افغانستان کې یې د روغتیا او تغذیې په برخه کې کار کاوه.

اوچا: افغان ښځې او نجونې له ټولو زیات زیانمنونکي دي

له بلې خوا، د ملگرو ملتو د بشري مرستو همږغي کوونکي دفتر (اوچا)  ویلي دي چې د بودیجې په تأمینولو کې سترو خلاوو، افغان ښځې او نجونې له لا زیات خطر سره مخامخې کړې دي.

د ملگرو ملتو دغه بنسټ ویلي دي چې د کمښت په حال کې محافظتي فضا، خراب اقتصاد، ابتدايي خدماتو ته محدود لاس رسی، طبیعي گواښونه او له اقليمي بدلون سره تړاو لرونکې پېښې افغانان پس له څلورو لسیزو شخړو د پرخپلو پښو دریدلو له پاره کمزوري کوي.

د ملگرو ملتو د بنسټونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ م کال کې د افغانستان تقریباً نیمايي نفوسیعني شاوخوا ۲۲،۹ میلونو کسانو، د ژوندي پاته کیدو له پاره بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

ملگرو ملتونو همدارنگه خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو له خوا دوامدارو محدودیتونو، حیاتي خدماتو ته د نجونو او ښځو لاس رسی او د ژوندانه فرصتونه محدود کړي او نابرابرۍ یې لا پسې زیاتې کړې دي او دغه وضعیت، هر کال بشري مرستو ته اړتیا لا پسې زیاتوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب