م م: ۲۲۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي
۱۳۹۷ تیر ۱, جمعهد ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنرۍ ويلي دي چې په تيرو درو ورځو کې چې وروستۍ يې جمعه د جون ۲۰مه ده، شاوخوا ۲۲۰ مهاجر چې غوښتل يې ځانونه اروپا ته ورسوي د ليبيا په ساحلو کې ډوب شوي دي.
د آلمان د يو تلويزيون د «تاګ شو» د رپوټ په حواله، د بشر حقونو نړیوال سازمان دغه ارقام د هغو مهاجرو له قوله بيان کړي دي چې له دغو پيښو روغ وتلي دي.
ویل شوي دي چې په يوه پيښه کې چې د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې، د يوې کښتۍ د شاوخوا سلو سوارليانو څخه يوازې پنځه کسان ژوندي پاتي دي. په همدې ورځ يوه بله بادي کښتۍ هم ډوبه شوې ده چې پکښې د ناستو ۱۳۰ کسانو څخه ۷۰ تنه يې ډوب شوي دي.
همدا ډول د چهارشنبې په ورځ هم د ليبيا ساحلو ته نژدې يوه کښتۍ ډوبه شوه چې پکښې سپاره نژدې ۵۰ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنرۍ اروپا ته د تلونکو مهاجرو د ژغورني له پاره چې په مديترانې سمندرګي کې له سختو خطرونو سره مخ کيږي، د لا زياتو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ورستيو ورځو کې ايټاليا د مهاجرو د ژغورل شوي کښتۍ له منلو ډډه کړې ده. د ژغورل شوو مهاجر يوه کښتۍ چې په ډير مهاجر پکښې سپاره ول، د ايټاليا په ساحلي اوبو کې تر څو ورځو انتظار وروسته، اړه شوه چې د اسپانيا والنسيای بندر ته ولاړه شي.
مرستندويه غیر دولتي ادارو د ایټاليا پر دغه اقدام سختې نيوکې کړي دي
د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس د پنجشنبې په ورځ له ژنو څخه د بيرته ستنيدو پر مهال په اروپايي اتحاديه کې د مهاجرت پر موضوع شته بحثونو ته په کتو، له دغو هيوادونو څخه وغوښتل تر څو پر خپلو سياستونو له سره کتنه وکړي او د خپلو وړتياو له مخې دې مهاجر ومني.
د مديترانې سمندرګی اروپا ته د تلونکو مهاجرو يوه خطرناکه او په عين وخت کې ډیره کارونکې لاره ده. پر دغې لاره هرکال په زرونو مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم ورکيږي.
په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم: