نادري: د ترهگرو ځالي له هيچا پټي نه دي
۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبهدغه کمېسيون وايي، چي له تيرو څو مياشتو راهيسي حکومت هڅه کوي، چي وسله وال طالبان د سولي له بهير سره يو ځای کړي نو له همدې امله يي د هغوی يو شمير جګړيز قوماندان هم له زنداونونو آزاد کړي دي.
د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون وياند نادر نادري وايي، د ولسي خلکو په وړاندي د طالبانو په بريدونو کي د نرمښت نښي نښاني نه تر سترګو کيږي او د هغوی په دريځ کي هم د بدلون څرک نه لګيږي.
د دغه کمېسيون شميري ښيي چي په تيرو دريو مياشتو کي څه باندي۳۵۰ تنه ولسي افغانان د چاودنو، جګړو او ځانمرګو بريدونو پر مهال وژل سوي، چي د دوی په خبره د ډيريو د مړيني عاملين طالبان دي.
همدا راز د افغانستان د سولي دعالي شورا رئيس برهان الدين رباني د مړيني پړه هم د طالبانو د کوټي پر شورا اچول سوې ده.
نادري وايي دغه جګړه مار د ډيورنډ د کرښي په هاغاړي کي پټ ځايونه لري.
« نن ډيره واضح او روښانه ده، چي دا ډلي چيري ځالي لري، چيري تداوي کيږي، څنګه تمويل او روزنه تر لا سه کوي او ا فغانستان ته را استول کيږي، دا روښانه خبره ده، د پاکستاني چارواکو څرګندوني چي په دي اړه څه وايي هغه د منلو وړ نه دي».
هغه تنکي ځانمرګي بريد کونکي، چي خپلو هدفونو ته تر رسيدو دمخه نيول سوي په وار وار يې همدا خبره کړې، چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي يې روزنه تر لاسه کړي.
د پاکستان قبايلي سيمي اوس د حقاني شبکې د خوندي ځايونو په توګه هم پيژندل کيږي، چي د امريکا دولت هم اوس په دغه خبره قانع سوی دی.
د افغانستان د پټ څاري ادارې وياند لطف الله مشعل تيره اونۍ په کابل کي په ډانګ پيلي د پاکستان قبايلي سيمي د ترهګرو ډلو د خوندي ځايونو په توګه يادي کړې.
« د پاکستان قبايلي سرحدي سيمي په واقعي توګه د ترهګرو لپاره په خوندي ځايونو بدلي سوي.»
ددې سره سم د ولسي جرګې يو شميرغړي د پاکستان په خاوره کي د اورپکو د پټن ځايونو د نه شتون په اړه د هغه هيواد د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني څرګندوني ردوي.
د ولسي جرګې غړی ښاغلي بلخي وايي، چي اوس نو هيڅ څوک د پاکستان په قبايلي سيمو کي د ترهګرو د ځالو په شتون سترګي نسي پټولای.
« د دې واقيعت نه سترګي پټول، چي ترهګر د پاکستان په خاوره کي شتون نه لري نور نو ولس ته کومه نوې خبره نه ده، دا ترلمر روښانه ده چي هغوی د پاکستان له خاوري را اوړي او په افغانستان کي په خپلو موخو يرغل کوي».
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي د پاکستان په دننه کي پر شکمنو اهدافو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډير سوي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل