1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروې وايي طالبانو ته به «مهمې غوښتنې» مطرح کړو

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

ناروې وايي چې له طالبانو سره به په اوسلو کې د سه شنبې ورځې په خبرو کې «مثبتې غوښتنې» ولري. طالبان له شنبې ورځې په ناورې کې دي او نن د وروستۍ ورځې له پاره له نارويږي او نورو لويديځوالو سره پر خبرو بوخت دي.

Norwegen | Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس په حواله د ناروې پلازمېنه اوسلو ته د طالبانو تللی پلاوی نن سه شنبې له نارويږي چارواکو او غیر حکومتي موسساتو سره ګوري.

د طالبانو دغه پلاوی چې مشري يې د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي، له شنبې ورځې راهیسې په اوسلو کې دي او له افغانستان سره د بشري مرستو او اړوند موضواعاتو پر خبرو بوخت دي. دوی د يکشنبې په ورځ د لوېديځو ديپلوماتو تر څنګ له افغانانو سره هم وکتل.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت سکرتر، هنریک تون چې په پام کې وو د سه شنبې په ورځ له طالبانو سره وګوري ويلي دي: «دا د ېوې پرانیستې او تړلې پروسې پیل نه دی.»

هغه د ناروې ان ټي بي خبري آژانس ته وویل: «موږ غواړو چې ملموسې غوښتنې مطرح کړو چې بیا يې وشو کولی مخته یوسو.»

په اوسلو کي خبري؛ طالبانو د دوو فعالو مېرمنو لادرکه کیدل رد کړل

د دغه آژانس په حواله، دغه غوښتنې به د افغانستان خلکو ته د مستقیمو احتمالي مرستو برابرولو په ګډون وي.

زیاته شوې چې دوی به طالبانو ته د بشر حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو د حقونو د رعایت موضوع مطرح کړي چې په هغو کې به د زده کړې او روغتیایي خدماتونو، کار او د بیان آزادۍ په څير موضوعات شامل وي.

طالبان که څه هم ادعا کوي چې د خپلې لومړنۍ دورې په پرتله يې اوس په سیاست کې نرمښت راوستلی، خو د دوی په واکمنیدو سره اکثریت ښځينه مامورانې په کور کينول شوي او نجونې هم د افغانستان په اکثرو سیمو کې یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځی ته د تلو اجازه لري.

ناروې همدارنګه تمه لري چې له طالبانو سره به تیره اوونۍ په کابل کې د دوو لادرکه شوو افغان فعالو میرمنو خبره هم مطرح کړي کوم چې طالبانو د تیرې ورځې په خبرو کې د هغوی نیول رد کړي دي.

طالبانو په لومړۍ ځل د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کال د افغانستان پر اکثریت سیمو حاکمیت درولود. د دوی د هغه وخت واکمنې په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حملې په نتیحه کې له منځه ولاړ. خو طالبانو په افغانستان کې د امریکا او د امریکا د متحدانو د شلن کلن ماموریت پر مهال له دغو ځواکونو سره په جګړه بوخت ول او د تیر کال په اګست کې د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره بيرته واک ته ورسیدل.

د اوسلو روانه غونډه، د طالبانو تر واکمنیدو وروسته په لوېديځه اروپا کې د دوی لومړنۍ رسمي غونډه ده.

د طالبانو تر واکمنیدو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی او ملګرو ملتونو له نړيوالې ټولنې څخه له غه هیواد سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان وايي چې اوس وخت کې د افغانستان له نيمايي څخه ډير نفوس عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل