1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

نارینه باید د زړه ناروغۍ د خطر کمولو له پاره ډیر ورزش وکړي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ آبان ۲۰, سه‌شنبه

له کلونو راهیسې ستر طبي سازمانونه لکه د امریکا د زړه ټولنه سپارښتنه کوي چې هر کس باید په اونۍ کې حداقل ۱۵۰ دقیقې جسمي ورزشي (ایروبیک) فعالیت ولري. خو نوې پلټنې ښیي چې دغه اندازه د نارینه وو له پاره کفایت نه کوي.

د دغې پلټنې تمرکز پر متوسطو تر شدیدو ورزشونو باندې ؤ: داسې تمرینونه چې د زړه او تنفس ضربان لوړوي. 
نارینه باید د زړه ناروغۍ د خطر کمولو له پاره د ښځو په پرتله دوه برابره ورزش وکړيانځور: picture-alliance/dpa/M. J. López

هغه څېړنه چې د  "Nature Cardiovascular Research" په مجله کې خپره سوې ده، وړاندیز کوي چې د زړه له ناروغي څخه د مخنیوي له پاره باید د ښځو او نارینه وو ورزشي هدفونه مختلف وي او نارینه باید د ښځو په پرتله تقریباً دوه برابره بدني فعالیت ترسره کړي.

څېړونکو د څه د پاسه ۸۵ زرو زړو کسانو موندنې د ۷ کلونو له پاره تر څېړنې لاندې ونیولې.

هغوی همدارنگه یوه اونیزه دوره تحلیل کړه چې په هغې کې گډون کوونکو د بدني فعالیت له پاره له ورزشي دستبندونو څخه استفاده وکړه، تر څو دفزیکي فعالیت، قلبي ناروغۍ او مړینې له خطر سره اړیکه وڅېړل سي.

اړوند:د کار په ځای کې دریدل د اوږدې ناستې عوارض نه جبرانوي

د دغې پلټنې تمرکز پر متوسطو تر شدیدو ورزشونو باندې ؤ: داسې تمرینونه چې د زړه او تنفس ضربان لوړوي. 

کلیدي موندنې

هغه ښځې چې د زړه ناروغۍ  ونه لري او په اونۍ کې حداقل ۱۵۰ دقیقې ورزش وکړي، په هغوی کې د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر ۲۲ سلنه کم سو. په نارینه وو کې د فعالیت په همدغې کچې سره د خطر کموالی یوازې ۱۷ سلنه وو.

هغو ښځو چې په اونۍ کې یې ۲۵۰ دقېقې ورزش کړی وو، د زړه د ناروغۍ خطر یې شاوخوا ۳۰ سلنه راکم کړی وو؛ خو نارینه وو باید د خطر د کموالي همدغې کچې ته د رسیدو له پاره په اونۍ کې ۵۳۰ دقیقې ورزش کړی وای.

هغو ښځو چې مخکې یې د زړه ناروغي درلوده او په اونۍ کې یې ۲۵۰ دقیقې ورزش کړی وو، د هغو نارینه وو په پرتله یې د مړیني خطر درې برابره کم وو چې په همدې اندازه یې ورزش کړی وو.

نارینه ولې ډیر ورزش ته اړتیا لري؟

نوموړې څېړنې د ښځې او نارینه ترمنځ د توپیر دلیل تر ارزونې لاندې ونه نیوه، خو کارپوهانو څو فرضیې مطرح کړې دي.

د پلټونکو په خبره، ښايې اصلي عامل په هورمونونو او بدني ترکیب کې توپیر وي. ښځې په بدن کې د ستروژن د لوړې کچې په دلیل، د ورزش پرمهال ډیر غوړ سوځوي چې دا کار ددې سبب کیږي چې له هم هغه اندازه ورزش څخه د زړه له پاره گټه پورته کړي.

سره له دې د پلټنې ټولیزه نتیجه روښانه ده: هر څومره چې ډیر ورزش وکړی، هغومره به مو زړه روغ وي.

پلټونکي وړاندیز کوي چې ښځې او نارینه باید هره ورځ ۴۰ دقیقې تیزه پیاده روي  وکړي او په اونۍ کې دوه ځله د ځواک تمرین ترسره کړي. مهمه دا ده چې په هره سطحه فعالیت له بې حرکتۍ نه ښه دی.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل