1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

نارینه ولې جنسي تيری کوی؟

۱۳۹۹ شهریور ۱۹, چهارشنبه

هغه کوم عوامل دي چې له امله يې يو نارينه جنسي تيري ته مخه کوي؟ هر ډول جنسي حمله د قرباني په وجود او احساس کې شديد رواني، عاطفي او جسمي زيانونه پر ځای پريږدي. خو د دغه ډول جرمونو ترسره کول مختلف عوامل لري.

Symbolbild Gewalt gegen Frauen
انځور: picture alliance/dpa

 جنسي تيری داسې يو جرم دی چې قرباني يې له امله د کلونو کلونو له پاره جسماً او روحاً زوريږي. دغه آزار او اذيت دومره شدید وي چې په ځينو حالاتو کې د انسان له تفکر څخه هم لوړ وي. د جنسي تيريو قرباني همدا رنګه د ذلت احساس کوي چې دغه ټول بد اثرات تر کلونو کلونو هم له منځه نه ځي.

په معمول ډول د جنسي تيريو قربانيان اکثره بې ګناه وي، خو دوی د دې سربيره، ورسره د شوي جرم له کبله له خپل ځان څخه متنفر وي چې له امله ډیری وخت د خپګان په حالت کې ژوند کوي.

 آیا دا فکر هم کله چا کړی چې د جنسي تيري عامل، تر جنسی تيري وروسته د خپل ځان په اړه څه فکر کوي؟ ولې نارینه پر ښځو جنسي تيري کوي؟ دا يوه ډيره پيچلې پوښتنه ده چې ځوابونه يې ډير دي. له دې داسې مطلب اخیستل کيږي چې د جنسي تیري ارتکاب ډير لاملونه لري.

مجرم کیدای شي هر څوک وي

د جنسي حملو عامل په نهایت کې انسان وي. له دې خبرې څخه هدف دا دی چې هغه انسانان چې پر جنسي تيريو لاس پورې کوي د کوم ځانګړي شخصيت درلودونکي خلک نه دي. او داسې هم نه ده چې هر انسان دې د جنسي تيري کولو فکر ولري.

ځینې جنسي حملې د جنسي تسکين له پاره نه، بلکې د تيري کونکي هدف په توهين آميزه توګه د مقابل لوري مغلوبول ويانځور: picture-alliance/Photoshot

د رواني ناروغيو مشهور امريکايي ډاکټر، سمويل سميتمن په ۱۹۷۰مې ميلادي لسيزه کې له ۵۰ تنو داسې نارينه و سره مرکې کړې وي چې د جنسي تيريو مرتکب ګرځيدلي ول. د دغو کسانو نومونه نه وو افشا شوي. هغوی دغه اعتراف په محکمه کې کړی وو. دغو ټولو افرادو د خپلو ټولنیزو شخصيتونو او همدا ډول د رواني او عقلي نظره له يو بل څخه ډير توپيرونه درلودل.

کارپوهان وايي هر هغه شخص چې د جنسي تيري مرتکب ګرځي، د دغه جرم وجه او تشخيصول يې ډير ګران کار دی. 

د طبابت او ارواح پوهنې په مختلفو څيړنو کې ثابته شوې ده هغه افراد چې د جنسي تيري مرتکب ګرځي په هغوی کې د جسمي او فکري احساس کمښت وي. دوی د تقريبا د ناروغۍ تر حده خود خواه او متکبر وي او تر په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې پارونکي احساسات لري.

جنسي حملې يوازې د جنسي تسکين له پاره نه وي

 امريکايي څيړونکې او پروفیسوره شيري هيمبي دويچه وله سره په يوه مرکې کې ويلي دي: «په ځينو مواردو کې جنسي حملې د جنسي تسکين يا جنسي خواهش پوره کولو له پاره نه، بلکې هدف يې په توهين آميز توګه د مقابل لوري مغلوبول وي.»

 پروفيسوره شيري هيمبي زياتوي: «په نارينه وو کې د نارينه توب غرور داسې يو زهرجن فکر دی چې له امله يې په نارینه کې د جنسي تيري جرم هوا راپيدا کوي. هغه کسان چې جنسي تيري کوي او يا د جنسي تاوتريخوالو په نورو جرمونو کې ښکيل وي، ډيری يې ځوانان دي. دوی ځکه دغه ډول جرمونه ترسره کوي، تر څو يې خپلو نورو ملګرو ته خپل نارينه توب لا ځواکمن ښودلی وي. کله چې يو ځوان د خپلو ملګرو له خوا د جنسي لحاظه ناتوانه او ضعیف ښودل کيږي د هغه له پاره ډيره د خپګان وړ واقع کيږي او دا هم دا ډول ځوانانو ته انګيزه ورکوي تر څو د خپل جنسي قوت د ښودلو له پاره پر جنسي تيري لاس پورې کړي.

د جنسي تيريو قربانيان اکثره بې ګناه وي، خو دوی د دې سربيره، ورسره د شوي جرم له کبله له خپل ځان څخه متنفر ويانځور: picture-alliance/dpa/Keystone USA Falkenberg

کارپوهان وايي خلک بايد په دې باندې پوه شي چې د جنسي تيري جرم يوازې د جنسي تسکين له پاره نه ترسره کيږي. د کارپوهانو په وينا جنسي حمله که هغه په هرچا باندې ترسره کيږي، يو ډير سخت او له تشدده ډګ ناوړه عمل دی چې هيڅ ډول قانون يې پر وړاندې وضاحت نه شي ورکولی.

د ښځو پر وړاندې د نفرت احساس

که څه هم د جنسي تيري اکثره عاملان د رواني لحاظه سالم خپل خپل نواقص لري، خو د ارواح پوهان وايي چې داسې عوامل هم تر اوسه نه دي ترلاسه شوي چې يو مجرم دې په زور يا جبراً د جنسي تيري جرم ترسره کولو ته اړ کړل شوی وي.

په عام ډول په هغو نارينه و کې چې د جنسي تيريو مرتکب ګرځي د ښځو پر وړاندې نفرت او د هغوی تحقيرولو احساس موجود وي. دوی ښځو ته تر ډيره «د داسې جنسي شيانو په سترګه ګوري چې څنګه وشي کړای پر هغو غالبه شي او همدا ډول خپل جنسي خواهشات پرې پوره کړي.»

د جنسي تيري جرم د ارتکاب نور لاملونه هم شته، د بیلګې په توګه، که يوه ميرمن د نارينه ته د هغه د جنسي غوښتنې په ځواب کې «نه» وايي، نارينه داسې فکر کوي چې له «نه» څخه يې موخه «هو» ده. هغه فکر کوي چې د ښځې انکار په واقعیت کې د ده امتحانول دي.

دويچه وله ا/م.ک.ص./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل