ناهلیس، غواړي چې لس هاو زرو کډوالو ته کارځایونه پيدا کړي
۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه
د «زود دویچه سایټنگ» آلمانۍ ورځپاڼې په حواله ناهلیس په دې نظر ده چې په راتلونکي کال کې به هغو ۳۵ سلنه مهاجرو ته د کار زمینه مساعده کړي چې اوس «ټولنیز رفايی» مرستې چې په المان کې د «سوسیال» د مرستو په نامه یادیږي، ترلاسه کړي.
د هغې په خبره دغه کډوال به د کار خاوندان شي او د دولت له محتاجۍ څخه خلاص او یا لږ تر لږه پخپله به ځانته یوه عایداتي منابع پیدا کړي. خو د آلمان د مرکزي بانک مشر جانس وایډمن، بیا خبردارۍ ورکوي چې دومره په اسانۍ او ژر باید د کډوالو پر ادغام باندی حساب ونشي.
د آلمان د قانون له مخې هغه کډوال چې د پناخه غوښتنه یې منل شوې وي او کار ونه لري د بې کارۍ معاش یا د سوسیال د دولتي مرستې مستحق گرځي. د آلمان د کار وزارت له خوا د دغه هیواد پارلمان ته د وړاندی کړای شوو ارقامو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې به د هغو کډوالو شمیر چې په آلمان کې د پاتی کیدو حق لري او د لومړي ځل له پاره به د سوسیال دولتي مرستې (Hartz IV), ترلاسه کړي له ۳۰۰ زرو څخه تر ۳۵۰ زرو پورې ورسیږي.
د دغه وزارت د اټکلونو له مخې د مسلکي والي په برخه کې د محدودیت له امله ۶۵ سلنه کډوال دولتي مرستو ته اړتیا ولري.
د مهاجرت بحران ته په کتلو سره تمه کیږي چې د دولتي مرستو د ترلاسه کوونکو په کلنې اوسط کې به ۲۷۰ زره تنه نور هم ور اضافه شي. په دوی کې نږدې ۲۰۰ زره یې د کار کولو جوگه او ۷۰ زره یې د کار کولو توان نه لري، ماشومان هم په دغه ډله کې راځي.
د ۳۰۰ زره هغه کسانو له جملې څخه چې د کار وړتیا لري لږ تر لږه ۱۰ زره به یې نور نو تر یوې اوږدې مودې پورې پر دولتي مرستو ته اړ نه وي. د آلمان د مرکزي بانک رئيس د «فرانکفورته رونډفونگ» رسنۍ ته وویل چې اکثره کډوال باید په لومړي سر کې ژبه زده کړي.
هغه زیاته کړه: «ډیرې دغه کډوال مسلکي نه دي چې د کار په بازار کې ورته تقاضا موجوده وي.» د نوموړي په خبره د آلمان په ټولنه کې د کډوالو ادغام وخت ته اړتیا لري: «تاریخي تجربو ښودلې ده چې یو مهاجر د یوه آلماني په پرتله لس کاله زیات وخت ته اړتیا لري، څو دغه آلماني ته ورته د اشتغال امکانات ترلاسه کړي. خو سیاست وال کولې شي چې دغه پروسه چټکه کړي».
ناهلیس په خپله هم له حده ډیرې خوشبینۍ څخه خبردارۍ ورکړی دی. هغې همدا د سپټمبر په میاشت کې کډوالو ته په اشارې سره ویلي وو: «حتی هر یو لسم مهاجر نه شي کولې په مستقیم ډول کار وکړي او یا یو مسلک زده کړي.»