ناهيلې افغانان او له اقتصادي بحران سره مخامخ طالبان
۱۴۰۰ دی ۶, دوشنبهافغانستان چې پر بهرنيو مرستو متکي هیواد دی، په اګست میاشتې کې د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو په واکمنیدو سره، نړېوالې مرستې پرې ځنډول شوي دي او اوس د دغه هیواد اقتصاد د پاشل کيدو له خطر سره مخامخ دی. په اوس وخت کې حتی د افغانستان روغتونونه په کافي اندازه پیسې په اختیار کې نه لري.
صالحه یوه افغانه مور ده چې خپل څلور میاشتنی زوی يې په کابل کې د اندرګاندي د ماشومانو روغتون ته راوستلی دی. صالحه هم د ګڼو نورو افغانانو په څير نه غواړي خپل مکمل نوم وښيي. د هغې زوی نجیب، ډېر خوار او ضعیف دی. هغه له شدیدې خوارځواکۍ څخه زوريږي.
خوارځواکي او فقر
صالحه او نجیب له سخت وضعیت سره د مخ شوو میلیونو افغان میندو او ماشومانو بیلګې دي. د روغتیا نړيوال سازمان د ميليونونو افغان ماشومانو په خوارځواکۍ باندې د اخته کیدو څخه خبرداری ورکوی. د ملګرو ملتونو سازمان بیا ويلي دي چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړو د ژوند حالت به ژر د فقر تر سرې کرښې لاندې راشي.
بله خوا په افغانستان کې په ميليونونو بيځایه شوي خلک په کمپونو کې خپل سخت ژوند تیروي. دوی امکانات نه لري او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د وزارتونو مخې ته راټولیږي. د ژمي په اوسنيو سړو شپو ورځو کې د ځان ګرمولو له پاره يوازینی امکان چې دوی ورته لاسرسی لري لرګي دي چې اور ته يې راټوليږي او ځانونه ګرموي.
اسوشتید پریس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت نژدې ۸۰ سلنه بودجه له نړیوالې ټولنې څخه تامين کیده. خو د طالبانو په راتلو سره د افغانستان پر روغتونونو، ښوونځيو، کارخانو او د حکومت پر وزارتونو دغه بهرنۍ نغدي مرستې دريدلي دي.
د پیسو کمښت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پیسې نه لري او د افغانستان د شاوخوا ۹ ميليارده ډالرو په ارزښت شتمنۍ هم په بهر کې کنګل شوي دي. ملګري ملتونه او امریکا متحده ایالات پر دې فکر کوي چې په اوسنیو شرایطو کې د سلونو ميليونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې څنګه د طالبانو له لارې تيرې کړي، سربیره پر دې چې په سملاسي توګه په افغانستان کې د پخواني حکومت په څير د پراخ مالي فساد کومې نخښې نښاني هم نه ليدل کيږي.
رپوټ زیاتوي چې په اوس وخت کې اکثريت بې وزله افغانان یوازې په وچې ډوډۍ خپله ګوزاره کوي. د کابل ښار نانوايانو مخې ته د ناستو ښځو کتارونه جوړ دي، هلکان بیا تر هغو مخکې ځانونه رسوي تر څو یوه دانه وچه ډوډۍ يې تر لاسه کړې وي. په مجموع کې د خلکو هڅې د ډوډۍ او سوند موادو د ترلاسه کولو له پاره دي.
لوږه، قحطي او د نجونو د تعلیم ستونزې
د ملګرو ملتونو له خوا ترتيب شوي ارقام ښيي چې د افغانستان ۲۴ میلیونه نفوس چې د ټول نفوس شاوخوا ۶۰ سلنه برخه ده، له سختې لوږې څخه کړيږي. همدارنګه نژدې ۹ ميلیونه افغانان بیا له قحطۍ سره مبارزه کوي.
د طالبانو په راتلو سره بله عمومي ستونزه د نجونو د تعلیم ده. اوس د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نجونې اجازه نه لري چې تر شپږم ټولګي وروسته ښوونځيو ته ولاړې شي. خو په څه باندې لسو ولایتونو کې بیا ښوونځي خلاص دي.
نړیواله ټولنه کار کوي تر څو د فعالو ښوونځيو له پاره د مرستو لارې هوارې کړي او همدارنګه طالبان د پاتې نورو ښوونځيو د فعالولو له پاره تشويقوي.
په هرات کې ښوونکو او شاګردانو په ګډه، د طالبانو سیمه ایز مشران د ښوونځيو پرانيستلو ته راضي کړي دي. د بیلګې په توګه د هرات د نجونو تجربوي لیسې له پاره معاشات ورکول کيږي.
پر سختو لارو ډله ايز مهاجرتونه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کميسارۍ لا څو میاشتې مخکې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له کبله د افغانانو له ډله ایزو مهاجرتونو خبرداری ورکړی وو. د ډله ایزو مهاجرتونه لړۍ وار دمخه پیل شوي ده.
ګاونډی هیواد ایران په لومړي قدم کې یو مقصد ځای ګڼل کیږي. اسوشتيد پریس د خپل رپوټ په پای کې ليکلي چې له هرات ولایت څخه په سلونو کسان په بسونو کې ځان ګاونډي ولایت نیمروز ته رسوي او بیا له هغه ځايه هڅه کوي پر خطرناکو لارو ځانونه د ایران خاورې ته داخل کړي.
په دې منځ کې ځينې افغانان له ځانه سره له ايران څخه ترکيې او حتی له هغه ځایه اروپا ته د تلو هيلې هم لري. سربيره پر دې چې اروپا د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوی له پاره سخته مبارزه کوي.
ا.پ./م.ک.ص./ن.ز.