ناوي پيلای: کرزی دي د اعدامونو لړۍ ودروي
۱۳۹۱ آذر ۳, جمعهپيلای د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۲) په ژينو کي وويل، چي افغانستان بايد له هغو هيوادونو سره يو ځای سي، چي د اعدام سزا ئې بنده کړې ده.
هغې ويلي دي، چي قوانين کيدای سي «په نرمۍ او د بشرپالني پر بنسټ» هم عملي سي. په ځانگړې توگه بيا په داسي يوه هيواد کي چي قضايي نظام ئې کمزوری وي، د اعدام سزا ډيري ستونزي پيښوي.
پيلای دغه راز شکايت وکړ، چي افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله د اعدامونو حکم تائيد کړی دئ. په ټوليزه توگه افغان ولسمشر حامد کرزي د ۱۶ تنو د اعدام حکم لاسليک کړی دئ.
د دغو کسانو له ډلي څخه د سه او چهارشبنې په ورځو کي ۱۴ کسان اعدام سوي دي. دغه کسان د قتل، انسان تښتوني او جنسي تيريو جرمونه لري.
د افغانستان د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۹) وويل چي افغان ولسمشر حامد کرزي د څوتنو بنديانو د اعدام حکم تائيد کړی دئ.
د افغانستان د جمهوري رياست له دفتره يوې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول، چي د دغو اعدامونو لړۍ چي ۲۲ تنه به پکښې اعدام سي د سه شنبې په ورځ پيل سي.
د افغان حکومت تر دغه اعلان وروسته وسله والو طالبانو گواښ وکړ، چي که افغان حکومت ئې انډيوالان اعدام کړي نور ډير ژر به ئې غچ واخلي.
دغي ډلي د ملگرو ملتونو، اسلامي هيوادنو سازمان، سره صليب او بشري حقونو له ادارو څخه غوښتنه کړې ده، چي د طالب بنديانو په اړه د افغان حکومت د حکم مخنيوی وکړي.
اروپايي ټولني او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کي د اعدامونو لړۍ غندلې ده، او پر افغان حکومت باندي ئې د دغي لړۍ د درولو ږغ کړی دئ.
په افغانستان کي د اروپايي ټولني د نمايندگۍ دفتر د اعدامونو په اړه اندېښنه ښوولې ده او له افغان حکومت څخه ئې د هغه د بندېدو غوښتنه کړې ده. دغه دفتر ويلي دي، چي جنسي تيري او نور جرمونه محکوموي، خو مجرمينو ته ئې بايد د بند سزا ورکړل سي.
دويچه ويله/ فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض