1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نايجيريا: د کښتۍ د ډوبېدو له وجې د ۱۵۰ کسانو د مړينې ويره

۱۴۰۰ خرداد ۶, پنجشنبه

د نايجيريا په شمال لويديځ کې يوه کښتۍ چې تر حده ډېره ډکه وه، غرقه شوې ده. تر اوسه يوازې شل تنه ژوندوي ژغورل شوي دي. تر ۱۵۰ زيات کسان لادرکه دي.

Nigeria Kebbi State | Überschwemmungen
انځور: Fanny Facsar/DW

يوه کښتۍ چې څه نا څه ۱۸۰ کسان پکې سپارل او تر خپل ظرفيت ډېره ډکه وه، د نيجر په سيند کې تر يو ساعت سفر وروسته زيانمنه شوې او ډوبه شوې ده.

د نايجيريا د کښتيو د سفرونو د اړونده سيمه ایزې ادارې مشر يوسف برما خبريالانو ته وويل چې کښتۍ د نيجر او واره ایالت ترمنځ په شمال لويدیځ کې د کيبربي ایالت د يوه بازار پر لور روانه وه چې غرقه شوه. نوموړي زياته کړه: «کښتۍ په دې کې د سپرو ۱۸۰ کسانو ظرفيت نه درلود.» برما همدا زياته کړه چې دا د لرګيو يوه زړه کښتۍ وه.

د چارواکو په حواله تر اوسه يوازې شل ژوندي پاتې شوي کسان ژغورل شوي او له اوبو څخه څلور جسدونه را ايستل شوي دي.

يوسف برما زياته کړه: «پاتې ۱۵۶ کسان لادرکه دي. داسې ښکاري چې هغوی ډوب شوي دي.»

له حده ډېر بار د پېښې سبب شوی

د سيمې اداري مدير عبدالاهي بهاري هم په دې آند دی چې د حادثي علت د کښتۍ ډېر بارول وو. هغه وويل چې کښتۍ يوازې د ۸۰ کسانو د انتقالولو وړتيا لرله. د نوموړي په خبره پر مسافرو سربيره په کښتۍ کې د سرو زرو د کان د تيږو څو بوجۍ هم بار وې.

له جسدونو ډکه يوه کښتۍ هسپانيا ته رسېدلې

په نايجيريا کې تل د کښتيو داسې خونړۍ حادثې رامنځته کیږي چې زیاتره وخت کې علت د کښتيو ډېر بار او د کښتيو ناوړه حالت په ګوته کيږي. د مي میاشتې په پېل کې هم په نيجر ایالت کې په ورته پېښه کې ۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نيجر د لويديځې افريقا تر ټولو ستر سيند دی او پر غاړه یې د پرتو هېوادونو د تجارت يوه مهم لاره ده.

ب. ص/ ن. ز (afp, ap, dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب