په نایجیریا د عیسویانو ټولنې د شنبې (د نومبر میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ ویلي چې د زده کوونکو او ښوونکو د حاضرۍ کتاب له ارزونې وروسته معلومه شوه ده چې په دې پيښه کې ۳۰۳ ښځینه زده کوونکي او ۱۲ ښوونکي تښتول شوي دي.
په نایجیریا کې د کاتولیکي کلیسا د ټولنې په حواله وسله والو د جمعې په شپه د مرکزي نایجیریا په پاپیري سیمه کې په «سنت ماریا سکول» برید وکړ او د ښوونکو په ګډون یې ښځینه زده کوونکي له ځان سره بوتلل. یو امنیتي ګارد په ډزو کې وژل شوی.
د تیرې دوشنبې په ورځ هم د یوه وسله وال بانډ غړو ۲۵ زده کوونکي د دغه هیواد په شمال لویدیځ «کیببي» سیمه کې له یوې لیلیې څخه تښتولي ول.
د دې پيښې له کبله د نایجیریا ولسمشر بولا تیوبو، په یوهانیسبورګ کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې خپل ګډون لغوه کړ. په دغه هیواد کې ډیر شمیر ښوونځي تر راتلونکي اطلاع پورې تړل شوي دي.
د کلونو راهیسې په درنو وسلو سمبال جنایتکاره بانډونه د نایجیریا په مرکز او شمال لویدیځ کې خلک تښتوي، څو د بیرته خوشې کولو په بدل کې یې پيسې ترلاسه کړي. په دې ترڅ کې زرګونو انسانان وژل شوي هم دي.
د افریقا بې ځایه شوي چیرې پناه اخلي؟
د افریقايي مهاجرو شمیر چې د داخلي کړکیچونو او یا طبیعي آفتونو له کبله خپل هیوادونه پریږدي، مخ پر زیاتیدو دی. خو د هغو هیوادونو شمیر پر خپل ځای پاته دی، چې دوی پناه وروړي. اوګاندا ددغو هیوادونو په سر کې ځای لري. انځور: Getty Images/AFP/S. Heunis ۳۰ میلیونه بې کوره انسانان په ټوله کې په افریقا کې تر۳۰ میلیونه زیات انسانان، دې ته اړ شوي دي چې نورو هیوادونو ته کډه شي او یا له خپلو کورونو بې ځایه شي. دغه ماشوم د جنوبي سوډان له هغه په سونو ماشومانو څخه یو دی چې په اوګاندا کې یي په یوه کمپ کې پناه اخیستي ده.
انځور: Imago/ZUMA Press/G. Cloarec د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له قومي لحاظه د نړۍ په کچه متنوع هیواد دی. د دغو قومونو تر منځ ترینګلتیا په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي د ادامې او په پایله کې يې د اجباري مهاجرت له اصلي دلایلو څخه ګڼل کیږي. په ځانګړې توګه د دغه هیواد په سویل ختیڅ کې ملیشو ته ورته د یاغیانو د بریدونو اصلي قربانیان زیاتره عادي او غیر پوځي کسان دي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Moore کینیا، د سوماليا د مهاجرو ټاټوبی قحطي او ناآرامې هغه معضلي دي چې له کلونو راهیسې ترې سومالیا کړیږي. له دغو کړکیچونو څخه په سونو زره سومالیايانو گاونډيو هيوادونو ایتوپیا او کینیا ته پناه وړې ده. سومالیا د یوه مرکزي دولت له نشتوالي سره مخامخ دی. د الشباب، په نوم تندلارې اسلامپاله ډله چې د القاعدې شبکې یوه څانګه ده، د دغه هیواد په سویل کې یوه برخه تر کنترول لاندې لري. خو د هغوی پرضد د افریقا د سوله ساتو ځواکونو جګړه بریالۍ ده.
انځور: Getty Images/AFP/R. Schmidt د داداب د مهاجر کمپ ځیني اوسیدونکو په همدغه کمپ کي زېږېدلي دي. د کینیا د قوانینو له مخې هغوی بې له اجازې له کمپ څخه د وتلو حق نه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/IOOM/UNHCR/MoMA/B. Bannon بروندي په نړۍ کې یوه له بې وزلو هیوادونو څخه دی. تر ۱۲ کلني کورنۍ جګړې وروسته (۲۰۰۵ - ۱۹۹۳) دغه هیواد کرارۍ او ثبات ته بیرته نه دی ورګرځیدلی. د دغه هیواد له خپلواکۍ راهیسې د توتسي اقلیت او هوتو اکثریت تر منځ همداسې نښتې ادامه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Abdi Warsameh نایجیریا د افریقا زیات نفوس لرونکی هیواد دی. خو په وروستیو کلونو کې ډیر انسانان د تندلاري اسلامپالي ډلې بوکو حرام، په بریدونو کې وژل شوي دي. د اسلامي شریعت د قوانینو طرحه د نایجیریا په ډیرو ایالتونو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب شوي او په زرونو عیسیویان دې ته اړ شوي چې خپل ټاټوبی پریږدي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Ag Anara
دغه جنایتکاره ډلې په پراخو ځنګلي سیمو کې پټنځایونه لري چې په څو ولایتونو کې غځیدلي دي.
څه باندې لس کاله مخکې د نایجیریا په چیبوک سیمه کې له خپل ښوونځي څخه د ۲۷۶ نجونو د تښتول کیدو پيښې د نړیوالو پام ځانته را واړولو. یو شمیر له دغو نجونو څخه چې په هغه وخت کې تښتول شوي و اوس هم لادرکه دي.
نایجیریا د مختلفو توکمنو او قومي ډلو ترمنځ بې شمیره شخړو اغیزمنه کړې ده چې قربانیان یې هم عیسویان او هم مسلمان دي.
د افریقا د دغه پر نفوس یا ګڼ میشته هیواد د شمال اکثریت اوسیدونکي مسلمانان او په سویل کې بیا تر ډیره عیسویان اوسیږي.
نایجیریایي چارواکي هغه ادعاوې ردوي چې په دغه هیواد کې عیسویان تعقیب او زورول کیږي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا حکومت د عیسویانو د هدفي وژنو د ادعاو په اساس دغه هیواد په پوځي اقدام ګواښلی و. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ادعا وکړه چې په نایجیریا کې عیسویان د «وجودي ګواښ» سره مخامخ دي.
بوکوحرام تښتولې نجلۍ بيرته خپلي کورنۍ ته سپارل کيږيThis browser does not support the video element.