د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۲۹مه نېټه) وویل چې «۱۵ هیوادونو [په دې ماموریت کې] له وړاندې نه د لا ډیرې ونډې ژمنه کړې.»
نوموړې په دې هکله همدا راز وویل چې د ناټو سازمان له نورو غړو څخه هم ورته تمه کیږي ترڅو په بروکسل کې ترسره کیدونکی د ناټو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې ورځې په ناسته کې د لا ډیرې ونډې ژمنه وکړي. بریتانیا په دې ترڅ کې د ۱۰۰ سرتیرو د لیږلو وړاندیز کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو پوځي سازمان ۱۵ غړو هیوادونو روانه میاشت د بندو دروازو ترشا په یوه ناسته کې پریکړه کړې وه چې دوی افغانستان ته د دوی د ۲۰۱۸م کال د پوځي ماموریت له پاره د سرتیرو او پوځي تجهیزاتو د لیږد له پاره چمتوي دي.
سټولټنبرګ وايي چې د سرتیرو دغه زیاتول په دې معنی نه دي چې د ناټو سازمان به یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو د ځپلو له پاره د جګړې میدان ته داخل شي. ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت دوه کاله مخکې پای ته ورسوو.
داسې انګیرل کیږي چې امریکا غواړي افغانستان ته د ۳ څخه تر ۵ زرو پورې تازه دمي سرتیري او ناټو بیا د ۱۲۰۰ په شاخوا کې سرتیري ولیږي.
اوسمهال په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې کابو ۱۳۴۵۰ سرتیري په افغانستان کې په دنده ګمارل شوي ترڅو د دې هیواد امنیتي ځواکونه وروزي. له دې ډلې څخه شاوخوا ۸۴۰۰ یې امریکايي او پاتې ۶۹۰۰ سرتیري یې بیا د ناټو د سازمان د غړو هیوادونو پورې تړاو لري.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):
تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي ۱۰ هيوادونه و پېژنئ
د SIPRI سازمان د ۲۰۱۶ کال په راپور کي هغه هيوادونه ښودل سوي چي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ يې تر ټولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات صادر کړي دي. زموږ په دغه انځوريز راپور کي دغه لوی وسله خرڅوونکي هيوادونه پېژندلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/dpawebد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار هند، دويم لوی خريدار اذربايجان او دريم لوی وسله رانيونکی د امريکا متحده ايالات هيواد دی. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: DW/T.Kraemerد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار چين، دويم لوی خريدار روسيه او دريم لوی وسله رانيونکی د تايلند هيواد دی.
انځور: DW/A. Sawitzkyد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۷ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار ترکيه، دويم لوی خريدار متحده عربي امارات او دريم لوی وسله رانيونکی د الجزاير هيواد دی.
انځور: Borzou.Mد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۸ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار استراليا، دويم لوی خريدار سعودي عربستان او دريم لوی وسله رانيونکی د ترکيې هيواد دی.
انځور: Fotolia/Aleksandar Todorovicد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۴،۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار سعودي عربستان، دويم لوی خريدار هند او دريم لوی وسله رانيونکی د اندونيزيا هيواد دی.
انځور: Getty Images/AFP/N. Halle'nد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار جنوبي کوريا، دويم لوی خريدار يونان او دريم لوی وسله رانيونکی د امریکا متحده ايالات هيواد دی.
انځور: picture-alliance/Eibner-Presseد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار مصر، دويم لوی خريدار چين او دريم لوی وسله رانيونکی د متحده عربي امارات هيواد دی.
انځور: picture alliance/dpa/K.Nietfeldد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶،۲ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار پاکستان، دويم لوی خريدار بنګله دېش او دريم لوی وسله رانيونکی د ميانمار هيواد دی.
انځور: AFP/Getty Images/STRد ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار هند، دويم لوی خريدار وېتنام او دريم لوی وسله رانيونکی د چين هيواد دی.
انځور: Getty Images/C. Spencer۱ مقام ـ د امريکا متحده ايالات
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۳۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار سعودي عربستان، دويم لوی خريدار متحده عربي امارات او دريم لوی وسله رانيونکی د ترکيې هيواد دی.
انځور: picture alliance/dpa/M. Reynoldsد دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د می مياشتي په ۷مه نېټه په ستوکهولم کي د نړيوالې سولې د انستيتيوت SIPRI له پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د انستيتيوت په ۱۹۶۶ کال د سوېډن د حکومت له خوا د يو بنسټ په توګه جوړ کړل سو. د دغه بنسټ د کارکوونکو شمېر د ۵۰ او ۶۰ تر منځ دی چي نيم مصارف يې د سوېډن حکومت تمويلوي. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]