1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو اوکراین ته دایمي استازی لیږي

۱۴۰۳ تیر ۱۳, چهارشنبه

د ناټو یو لوړپوړی چاوراکی به په راتلونکي کي په کیف کي وي، ترڅو د دغه ائتلاف له خوا د اوکراین د حکومت ملاتړ اداره کړي. ناټو له څه ناڅه یوې لسیزي راهیسي په کیف کي رسمي استازیتوب لري.

Ukraine | Jens Stoltenberg trifft Wolodymyr Selenskyj in Kiew
انځور: Gleb Garanich/REUTERS

ناټو  په اوکراین کي خپل ملکي حضور ته پراختیا ورکوي. لکه ځنګه چي یوه ویاند تائید کړه، ۳۲ متحدو هیوادونو پریکړه کړې ده چي په اصطلاح یو ځانگړی استازی به کیف ته واستوي.تر څو ددغه ائتلاف له خوا د روسیې  تر برید لاندي دغه هیواد د حکومت ملاتړ اداره کړي. دا چي څوک به په کیف کي دغه نوې دنده پرغاړه اخلي، تر اوسه پوري روښانه سوې نه ده.

ددې کار علت په ځانگړي ډول دا دی: ناټوغواړي په واشنگټن کي د راتلونکي اونۍ په سرمشریزه کي د اوکراین وسله والو ځواکونو ته د وسلو رسولو او روزنیزو فعالیتونو د همږغی کولو له پاره د نوو عملیاتو د پیل کیدو زیگنال ورکړي.

له کلونو راهیسي په کیف کي د ناټو رسمي استازیتوب

ناټو له څه ناڅه یوې لسیزي راهیسي په کیف کي رسمي استازیتوب لري. له هغه ځایه، همدارنگه د ۱۹۹۰ کلونو له پای راهیسي د اړیکو یو دفتر او د اطلاعاتو او اسنادو يو مرکز اداره کيږي.

د ناټو نمایندگي د نورو ترڅنگ د اوکراین  له وزارتونو سره هم اړیکي لري. هغوی باید له نوموړي ائتلاف سره د سیاسي ډیالوگ او گډ کار په برخه کي مرسته وکړي. علاوه پر دې، د ناټو نمایندگۍ، چارواکو ته د امنیتي او دفاعي څانگو په برخه کي مشورې ورکوي. همدارنگه باید د دغه کار له پاره لا زیات پرسونل موجود وي.

زیلنسکي د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کی د ویسباډن په گارنیزیون کی کی له امرکایی ځواکونو لیدنه وکړهانځور: Ukraine Presidency/Ukrainian Pre/ZUMAPRESS/picture alliance

د وسلو استولو او روزنیزو فعالیتونو همږغي کول چي په راتلونکي کي به یې ناټو پرغاړه اخلي، تر اوسه پوري متحده ایالاتو پرغاړه درلود.

د شمالي اتلانتیک اتحاد دغه پروژې ته همدارنگه د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د دونالد ترمپ  د ممکنه راستنیدو په صورت کي د یوه احتیاطي گام په سترگه هم کتل کیږي. د جمهوري غوښتونکو څرگندونو په تیرو وختونو کي په دې اړه شکونه راپیدا کړي وه چي آیا متحده ایالات به د هغه تر رهبرۍ لاندي په دې برخه کي د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکړي او که څنگه.

ستولتنبرگ نه سي کولای دایمي تمویل عملي کړي

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، له خپل هغه پلان سره ناکامه سو، چي متحد هیوادونه له اوکراین  سره د څو کلونو مالي مرستو ته وهڅوي. په واشنگټن کي د دولتي او حکومتي مشرانو د غونډي په درشل کي ۳۲ غړي هیوادونه یوازي پر دې سره موافق سول چي کولای سي په راتلونکي کال کي  حداقل ۴۰ میلیارده یورو مرسته وکړي. په دې هکله هم کومه مشخصه نتیجه نه ده ترلاسه سوې چي کوم هيواد به څومره مرسته وکړي.

ستولتنبرگ له نوموړي ائتلاف څخه په اصل کي غوښتي ول چي له اوکراین سره دي هر کال حداقل د  ۴۰ میلیارده یورو په ارزښت پوځي مرستو ضمانت وکړي.

د ناټو عمومي منشي د می میاشتي په پای کي په پراگ کي د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په سرمشریزه کي څرگنده کړه، چي خبره پردې هم ده چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وښودل سي چي هغه به د اوکراین پر وړاندي جگړه ونه گټي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل