1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د ایران د "ویجاړونکو فعالیتونو" په اړه ژوره اندېښنه

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

د ناټو غړو هيوادونو په یوې اعلامیه کې یو ځل بیا له تهرانه وغوښتل چې له روسیې سره خپلي پوځي مرستې بندې کړي. ناټو د خپلو غړو هيوادونو په خاوره کې د ایران "ویجاړونکي فعالیتونه" د ژورې اندېښنې لامل ګڼي.

آرشیف: د ناټو غړو هیوادونو د مشرانو انځور
آرشیف: د ناټو غړو هیوادونو د مشرانو انځورانځور: Andrew Caballero-Reynolds/Pool Photo via AP/picture alliance

د ناټو غړو هيوادونو په یوې اعلامیه کې یو ځل بیا له تهرانه وغوښتل چې له روسیې سره خپلي پوځي مرستې بندې کړي. ناټو د خپلو غړو هيوادونو په خاوره کې د ایران "ویجاړونکي فعالیتونه" د ژورې اندېښنې لامل ګڼي.

د شمالي اتلانتیک (ناټو) تړون غړو هیوادونو د سې شنبې په ورځ د جولای میاشتې پر یولسمه نیټه اعلان وکړ، چې دوی د خپلو متحدینو په خاوره کې د ایران د "ویجاړونکو کړنو" په اړه جدي اندېښمن دي او یو ځل بیا یې له تهران څخه وغوښتل چې د بې پیلوټه الوتکو د اکمالاتو په ګډون له روسیې سره خپل هر راز پوځي ملاتړ بند کړي. په دغه اعلامیه کې د ایران اسلامی جمهوریت د «ویجاړونکو» اقداماتو جزئیات نه دی په ډاګه شوې.

د ناټو ۳۱ غړو هيوادونو د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنيوس کې د یوې جوړه شوې غونډې په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د ایران له خوا جوړي شوې بې پیلوټه ډرون الوتکي د روسیې له خوا په اوکراین کې د بنسټیزو تاسیساتو په نخښه کولو کې کارول کیږې او همدا لامل هم دی چې پراخ ملکي تلفات رامینځ ته کیږې.

د ناټو په اعلامیه کې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د ایران پوځي ملاتړ «د یورو اتلانتیک سیمې د امنیت پر وړاندې یو ګواښ» بلل شوی دی.

یاده اعلامیه په داسې حال کې خپوره شوه چې د ناټو د غونډې له پیل څخه څو ساعته مخکې روسیې د ایران د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د اوکراین پلازمینه کیف او څو نور ښارونه تر بریدونو لاندي راوستل.

د ناټو سرمشريزه؛ بایدن بريتانيا ته رسېدلی او وروسته ويلنيوس ته ځي

رویټرز د سې شنبې په ورځ د اوکراین د هوايي ځواک په حواله راپور ورکړ چې روسیې په دې بریدونو کې ۲۸ ایرانۍ شاهد بې پیلوټه الوتکې کارولې چې ۲۶ یې د اوکراین د پوځ له خوا ویشتل شوي دي.

فرانسې، بریتانيا او جرمني په دې وروستیو کې د امنیت شورا په یوه لنډمهاله غونډه کې وغوښتل چې پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو د خرڅلاو په اړه د تهران د سرغړونو په اړه څیړني وکړي.

د بریتانیا امنیتي ادارو تیره میاشت راپور ورکړ چې روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو د لیږلو اندازه د پخوا په پرتله ډېره شوې ده او تهران مسکو ته بې پلوټه الوتکي د خزر سمندر له لارې لیږدوي.

ناټو د روسيې خلاف نوې دفاعي طرحې په جوړولو کې توافق ته ونه رسېده

د ناټو غړو هيوادونو د سه شنبې په ورځ په خپله بیانیه کې له ایران څخه همداراز وغوښتل چې د بېړیو د نیولو په ګډون له «بې ثباته کوونکو کړنو» ډډه وکړي.

دغو هېوادونو د ایران د اټمي پروګرام د شدت په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هيواد باید هېڅکله د اټمي وسلو تولید پیل نه کړي.

په دې بیانیه کې له تهران څخه غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د اټمي وسلو د نه خپرېدو تړون د ساتنې او همدارنګه د اټمي وسلو د نه خپرېدو له تړون سره سم د خپلو سیاسي مکلفیتونو پر بنسټ ورته متوجه قانوني مکلفیتونه پوره کړي.

د ناټو غړو هیوادونو د بالستیک توغندیو د تولید په ډګر کې د ایران فعالیتونه د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف وبلل او له ايران څخه یې وغوښتل چې د دغو اقداماتو مخه ونیسی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل