1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د روسيې سره د پراخو اړيکو علاقمندي لري

۱۳۸۹ آبان ۱۲, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن ويلي دي چي دغه ټلواله علاقمنده ده چي د روسيې سره د افغانستان څخه د بارونو او پرسونل د بيرته ترانزيت پر سره خبري وکړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن.انځور: AP

راسموسن روسيې ته تر سفر د مخه د انترفکس خبري اژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي: « موږ اوس د روان قرارداد پر پراختيا باندي کار کو تر څو په هغه کي دا هم ور زيات کړو چي د افغانستان څخه بيرته ترانزيت او د مخدره موادو په وړاندي د مبازر تمرينونه هم پکښي ځای سي.»

د ناټو د عمومي منشي په خبره د افغانستان د ثبات په برخه کي موږ د روسيې د برخي اخستني څخه منندوی يو. « زموږ هدفونه يو دي».

دغه راز هغه زياته کړه چي موږ به نور هيڅ وخت بيا افغانستان يوازي پرې نږدو چي بيا د تروريستانو په مرکز بدل سي. موږ به افغان حکومت دومره پياوړی کړو چي وکولای سي خپل امنيت په خپله ټنگ کړي او د نشه يي موادو سره په کلکه مبارزه وکړي.

راسموسن وويل چي ددې اهدافو د لاسته راوړلو د پاره د ناټو او روسيې کارپوهان په گډه په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کي د نشه يي موادو په وړاندي مبارزې په برخه کي تمرينونه کوي.

سربيره پر دې د ناټو عمومي منشي وويل چي ده په خپله روسې ته دا وړانديز کړی دی چي افغان ملي اردو ته د څرخي الوتکو د ورکولو پر پلان باندی غور وکړي او سر بيره پر دې په دغه برخه کي د الوتکو د تخنيکارانو د روزلو او اضافي سامان الاتو د ورکولو پر پلان باندي کار وکړي.

« زه ډير خوشاله يم چي ددې خبر ورکوم چي په دې اړه د روسيې سره خبري رواني دي او کيدای سي چي مالي چاري يې موږ په غاړه واخلو. زه ددې وړانديز و منلو ته خوشبينه يم خو اوس لا ډير وختي دي چي سړی يې پر جزئياتو باندي خبري وکړي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب