1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د پاتريوت توغندی په اړه پريکړه کوي

۱۳۹۱ آذر ۱۴, سه‌شنبه

د ناټو د ۲۸ غړو هيوادو د بهرنيو چارو وزيران غواړي چي نن سه شنبه د ترکیې - سوريې په سرحدي سیمه کي د «پاتریوت» په نوم د توغنديو د دفاعي سيستم د ځای پر ځای کولو پريکړه وکړي. ترکیه چي د ناټو غړی هیواد دی، د دغه شان سيستم د درولوغوښتنه یې کړی ده، چي د دوی په حواله د سوريې له احتمالي حملو څخه وساتل سي. دغه ډول عصري توغندی یوازي جرمني، هالنډ او د امريکا متحده ايالات لري. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګیدو ویسترویله د دې دمخه لا اعلان کړی وو، چي ترکیې ته د توغنديو د دفاعي سيستم لېږلو ته تیار دی. د آلمان پارلمان هم په دغه میاشت کي باید له دغه توغنديو سره د عسکرو د ورلیږلو په اړه تصمیم ونیسی. ترکیه په دغه گاونډي هيواد کي د کورنۍ جگړې له کبله ځان په خطر کي احساسوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب