1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: روسيه اتومي جګړه نه شي ګټلی

۱۴۰۱ فروردین ۳, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي پر چين غږ کړی دی چې پر اوکراین د يرغل له کبله دې روسيه وغندي. نوموړي په بروکسل کې د ناټو د يوې مهمې غونډې په درشل کې وويل چې روسيه اتومي جګړه نه شي ګټلی.

Belgien NATO l Generalsekretär Stoltenberg in einer PK
انځور: Kenzo Tribouillard/AFP

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ نن، چهار شنبه  په بروکسل کې د ناټو د غړيو هيوادونو د مشرانو تر غونډې مخکې، چې په پام کې ده سبا پنجشنبه ترسره شي، خبريالانو ته وويل: «دا د ناټو يوه ځانګړې اندېښنه ده چې چين اوس په لومړی ځل څو مهم امنيتي اصول تر پوښتنې لاندې نيولي چې په هغه کې د اروپا د هر هيواد له خوا د خپلې لارې د ټاکلو حق هم شامل دی.»

د ناټو عمومي منشي روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې د اوکراين پر ضد جګړه دې د مسکو او لوېديځ ترمنځ په يوه اتومي ټکر نه بدلوي.

ستولتنبيرګ خبريالانو ته وويل: «روسيه بايد خپل غير مسئولانه د اتومي جګړې په اړه بيان بازۍ ودروي.» هغه زياته کړې: «خو په دې کې هيڅ شک نه شته چې موږ د هر ډول ګواښ او خطر په صورت کې هر وخت د خپلو شريکانو دفاع ته چمتو يو.»

نوموړي په بروکسل کې د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کې زياته کړه: «روسيه بايد وپوهيږي چې هيڅکله يوه اتومي جګړه نه شي ګټلی.» هغه وويل: «ناټو د شخړې برخه نه ده.... دا ائتلاف له اوکراين سره مرسته کوي خو د شخړې يو اړخ نه دی.»

ستولتنبيرګ همدا راز وویل چې ناټو به په ختيځ کې نور څلور جګړه ایزې ډلې مستقرې کړي. دغه ډلې به په بلغاريا، هنګري، سلواک جهوريت او رومانيا کې ځای پر ځای کړل شي. ناټو لا دمخه هم په استونيا، لاتويا، لتوانيا او پولند کې دغه ډول جګړه ایزې قطعې لري.

ناټو څه ته وایي او ولې رامنځته شو؟

ستولتنبيرګ په دې اړه وويل: «دا په دې معنا ده چې موږ به په خپله ختیځ څنډه، د بالتيک سمندر څخه نيولې تر تورې بحيرې پورې اته څو مليتي د ناټو جګړه ایزې ډلې ولرو.» 

نوموړي وويل: «موږ اوس د خپل امنيت په برخه کې له نوي يوه حقيقت سره مخامخ یو. له دې امله موږ بايد د اوږدې مودې د دفاع او تیري د مخنيوي له پاره ځان له نوي سره منظم کړو.»

په بروکسل کې د ناټو مشران په داسې حال کې سره راټولیږي چې پر اوکراين د روسیې بريدونه دوام لري. د جګړې له کبله د ماريوپل ښار څخه د خلکو د وتلو لړۍ دوام لري.

د اروپا د دفاعي وړتياو د لوړولو طرحه

په دې منځ کې اروپايي ټولنې هم خپل پام د دفاعي وړتياو لوړولو ته اړولی دی. په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ به د اروپايي اتحادیې د غړيو هيوادونو د غونډې پر وخت د دفاعي تګلارې پلان وړاندې کړل شي.

د دې طرحې له مخې به په راتلونکو دريو کلونو کې د اروپا دفاعي وړتياوې لا پسې قوي کړل شي پرته له دې چې پر يوه هيواد د پوځي لحاظه انحصار وشي.

زموږ له آرشيف څخه: