1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: روسيه يو«مستقيم ګواښ» دی

۱۴۰۱ تیر ۸, چهارشنبه

په هسپانیا کې د ناټو په غونډه کې د دغه پوځي ائتلاف مشر ويلي چې په اوکراين کې د روسیې جګړه د دې سازمان په تاريخ کې «تر ټولو ستره ننګونه» ده. ناټو به د همدې کنفرانس په ترڅ کې د روسیې په تړاو خپله نوې تګلاره هم معرفي کړي.

Bundeswehr in Litauen
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د ناټو هېوادونو مشرانو د هغه غونډې په دویمه ورځ په مادريد کې سره وليدل چې د دې ائتلاف د مشر ينس ستولتنبيرګ په خبره به «تاريخي او مسير تغيرونکی» وي ځکه چې په دې غونډه کې به دغه سازمان د روسیې د اوکراین د جګړې په غبرګون کې خپله ستراتیژي په ډاګه کړي.

ستولتنبيرګ وويل چې د روسیې جګړه د لسیزو «د جدي امنيتي بحران» ښکارندوي کوي او هغه «ستره ننګونه» ده چې ناټو په خپل تاريخ کې ورسره مخ شوې ده.

انتظار کیږي چې ناټو به د دې غونډې په ترڅ کې خپله نوې ستراتيژيکي طرحه هم معرفي کړي چې د ستولتنبيرګ په خبره به «د دې بيانوونکي وي چې روسيه زموږ امنيت ته يو مستقيم ګواښ دی.»

د هسپانیې لومړي وزير پيدرو سانچيس چې د غونډې کوربه هم دی، په خپله وينا کې وويل: «موږ د [روسیې ولسمشر] پوتين ته قوي پېغام استوو: «ته به بريالی نه شې.»

په ناټو کې تحرک

د ناټو د ويب پاڼې په حواله ستراتيژيکي طرحه په هرو لسو کلونو کې له سره ارزول کيږي څو د ناټو ارزښتونه او موخې له سره تعريف او تائيد او د امنيتي چاپيريال يوه ګډه ارزونه ترسره شي.

پر اوکراين د روسیې يرغل د ناټو د يوه همغږي شوي غبرګون او د دې ائتلاف د بيا را ژوندي کيدو باعث شوی، چې په ۲۰۱۹م کال د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون «مړ» بللی وو.

تمه کيږي چې تر لسیزو بې طرفۍ وروسته به اوس سويډن او فنلند هم په ناټو کې شامل شي. ترکیې هم د سه شنبې په ورځ په ناټو کې د دغه هېوادونو د غړيتوب په اړه خپل اعتراضات بيرته اخيستي دي.

«سویډن په ناټو کې د غړیتوب له پاره د ترکیې اندیښنې لیري کوي»

ستولتنبيرګ د چهار شنبې په ورځ دا يوه «تاريخي پریکړه» وبلله او زياته یې کړه: «موږ به په دې غونډه کې پريکړه وکړو چې سويډن او فنلنډ ته د غړيتوب د ترلاسه کولو بلنه ورکړو.»

دا تمه هم کیږي چې ناټو به د سړې جګړې له دورې راهيسې په دفاعي بودجه کې ډېر زياتوالی راولي.

امريکا غواړي په اروپا کې د خپلو ځواکونو شمير لوړ کړي

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن د چهارشنبې په ورځ وويل چې ناټو نن «د بل هر وخت په پرتله ډېر څه» ته اړتيا لري او دا چې د دغه ائتلاف هره ساحه به په هراړخیزه توګه پياوړي شي – يعني د ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواک په برخه کې.»

ناټو د روسیې د احتمالي پرمختګ په مقابل کې خپل ځواکونه زیاتوي

بايدن وويل چې امريکا به په اروپا کې خپل پوځي ځواک په هسپانيا کې د دوو نورو جنګي بيړنيو په مستقر کولو، بريتانيا ته د دوو جنګي جټ الوتکو په ليږلو او په پولند کې د نوې پوځي اډې په جوړولو سره پياوړی کړي.

هغه زياته کړه چې دا غونډه به داسې واضح پېغام ورکړي چې ناټو قوي او متحده ده.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters, AFP, dpa)