د ناټو سازمان عمومي منشي، ينس ستولتنبرګ آلمانۍ ورځپاڼې «ويلت ام زونتاګ» ته ويلي دي: «موږ البته آماده يو چې په يو بيړني حالت کې د روسيې او منسک له خوا د هر ډول ګواښ په مقابل کې له خپل هر متحد څخه دفاع او محافظت وکړو.»
نوموړي زياته کړې: «موږ محتاط یو او موږ وضعيت له نژدې څارو چې په بېلاروس کې څه پيښيږي.»
د ناټو عمومي منشي دغه راز وويل چې سپينه روسيه، روسیې سره «لا ډيره وابسته» شوې ده. هغه زیاته کړه چې د ناټو سازمان په وروستيو میاشتو کې د مینسک او مسکو تر منځ د رامنځ ته شوو نژدې همکاريو په اړه په شدیده انديښنه درلوده.
ستولتنبرګ وويل: «موږ باید له تیر څخه زده کړې وی چې روسيې د اوکراین، جورجیا او مالدیف په څير هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې پراخې سرغړونې کړي دي.»
پوتين او لوکاشينکوانځور: MIKHAIL KLIMENTYEV/Sputnik/AFP/Getty Images هغه وویل: «ناټو يو دفاعي اتحاد دی.» د ناټو غړي هيوادونه، ليتوانيا، لاتويا او پولند له سپينې روسيې سره ګډه پوله لري.
دوه اوونۍ مخکې د سپينې روسیې ولسمشر، الکساندر لوکاشينکو، د راين اير هوايي شرکت يوه مساپروړونکې الوتکه په زوره راوګرځوله او په مينسک کې يې کينولو ته اړه کړه. دغې الوتکې د یونان او ليتوانيا د پلازمينو تر منځ پرواز درلود چې په کينولو سره يې ورڅخه مخالف ژورناليست، رومان پروتاسويچ او د هغې ملګرې، سوفيا سپيګا ونیول او توقیف يې کړل.
ناټو سازمان د دغه اقدام په غبرګون کې سپينې روسيې ته پر بنديزونو ځواب ورکړ، خو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين بیا برخلاف، لوکاشينکو ته د خبرو بلنه ورکړه او ويې ويل چې مسکو به له سپينې روسيې څخه د ۵۰۰ ميلیونو ډالرو په ارزښت ملاتړ وکړي. پوتين دغه راز وويل چې له لويديځ سره د سپينې روسيې د مخ کیدو په صورت کې به هم له سپينې روسيې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
دي پي اې/م.ک.ص./م.ن.ص.
د سپينې روسيې په هکله زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
په سپينه روسيه کي د ښځو مبارزه
په سپينه روسيه کې له څو مياشتو راهيسي د ديموکراسۍ له پاره د ښځو مبارزه روانه ده. اوس د ليتوانيا په پلازمېنه ولينوس کې يو نندارتون د «بيلا روس راتلونکې» تر سرلیک لاندې د دغو ښځو مبارزې ته ځانګړی شوی دی. انځور: Reuters/Tut.By په بيلاروس کې ښځې له څو مياشتو راهيسې د ديموکراسۍ او د زورواک جمهوررئيس د ګوښه کيدلو له پاره اعتراضونه کوي. په عکس کي ځوانه نادیا چې د پولیس سترګو ته ګورې، له دي مخکې لس ورځې بندۍ وه. د ليتوانیا په پلازمېنه ولينوس کې دغه نندارتون د ۲۰۲۱م کال د مارچ مياشت تر څلورمې نېتې دوام کوي.
انځور: Iryna Arakhouskaya اعتراض کوونکې ښځې پر خپل ښځمنتوب تر هغې کچېې ټينګار کوي چې په بيلاروس کې يې د ديموکراسۍ غورځنگ د «ښځو مارش» او يا د «ښخو انقلاب» په نوم یاد شوی دی. په کيڼ اړخ کې د آنا په نوم يوه ۲۴ کلنه ولاړ ده، هغې د خپلې مور د واده کمیس اغوستی دی. دغه کمیس د جمهوررئیس د قدرت د وخت په اندازه زوړ دی: ۲۶ کاله.
انځور: Nadia Buzhan په یوه ورځ د ۳۰۰ ښځو نيول دغه عکس ښيې چې د ۲۰۲۰م کال په دسمبر مياشت کې په څه ډول يوه مظاهره کوونکې نيول کيږې او د پوليسو د موټر پر لور بيول کيږې. د بشري حقونو سازمان د رپوټ له مخې په مينسک کې په دغه ورځ د «ښځو مارش» کي ۳۰۰ کسان ونيول شول.
انځور: Iryna Arakhouskaya پر نیولو، بندي کولو او ډارولو سربيره بيا هم په مظاهرو کي د هر سن کسانو برخه اخیستې ده. هغوی د سپيني روسيې د بیرغ، سپين او سور رنګ په شان جامې اغوستلې. امنيتي ځواکونو له اوبو شیندلو او کوتکونو څخه کار اخیست.
انځور: MO Museum/Rytis Seskaitis د ويلنوس په «مو موزيم» کې دغه نندارتون د روښانه کولو له پاره جوړ شوی دی. په بيلاروس (سپينه روسيه) کې د ګاونډي هيواد د ديموکراسۍ ملاتړ. دغه عکس د چارواکو له خوا د اعتراض کوونکو د خاموشه کولو سمبول دی.
انځور: Volha Shukaila/TUT.BY د دغه موزیم په خبري اعلاميه کې د بيلاروس د اپوزيسون رهبري سويتلانا تیچانوفسکايا، هم خپل نظر څرګند کړی: «دغه نندارتون د بيلاروس ښځو ته ځانګړی شوی دی. موږ يو ګډ هدف لرو: د آزادۍ بیرته تر لاسه کول او په بيلاروس کې يو حقوقې دولت. په دې مبارزه کې ښځې پر لومړۍ کرښه ولاړې دي. د ډيرو ښځو او زما له پاره دا يوه شخصي مبارزه هم ده.»
انځور: Volha Shukaila/TUT.BY د کرونا محدودیتونو سره د نندارتون پرانیستل په ويلنوس کې د «مور موزيم» کارکوونکو نوې لار موندلې چې د کرونا محدوديتونو سره بيا هم د اعتراض کوونکو عکسونه ښکاره کړي. د موزيم پر بهرني ديوال عکسونه ښودل کيږې تر څو عام وګړي وکړای شي هغه ننداره کړي.
انځور: MO Museum/Rytis Seskaitis ټول عکسونه ښځو عکاسانو هري يوې ناديا بوژان، دريا بوراکينا، ارينا اراخوسکایا او وپٍیالتا سوچيس اخيستي دي.
انځور: MO Museum/Rytis Seskaitis په ويلنوس ښار کې د ۲۰۲۱م کال د مارچ مياشتې تر څلورمي ڼيټې پورې د موزيم پر بهرنيو ديوالونو دغه نندارتون دوام لري. هره ورځ د ماښام له شپږو بجو د ماخوستن تر ۱۱ بجو پورې عکسونه ښودل کيٍږې. خبريالانو د ويدیو ګانو له لارې دغه اعتراضونه مستند کړي چې په هغو کې د اعتراضونو په هکله رپوټونه ورکول کيږې.
انځور: MO Museum/Rytis Seskaitis