1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هوايي حریم د نقضولو په سر روسیې ته د ناټو خبرداری

محمد کریم صالح | فرانس پریس، اسوشتید پریس، رويټرز، ډي پې اې
۱۴۰۴ مهر ۱, سه‌شنبه

ناټو په پولند، رومانیا، او استونیا کې د هوايي حریم د نقضولو تر پېښو وروسته، روسیې ته خبرداری ورکړ چې دغه سازمان به د لا ډېرو سرغړونو په مقابل کې د خپل هوايي حریم د دفاع له پاره پر ټولو ضروري اقداماتو لاس پورې کړي.

د روسیې مېګ ۳۱ ډوله جنګي الوتکه
ناټو روسیې ته خبرداری ورکړ چې د خپل هوايي حریم د دفاع له پاره به پر ټولو ضروري اقداماتو لاس پورې کړيانځور: Forsvarsmakten/AFP

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۳مه) مسکو پر دې تورن کړ چې د دغه ائتلاف د شرقي او شمالي غړو هېوادونو هوايي حریم یې نقض کړي دي. 

د ناټو سازمان مشر، مارک روټه، په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «روسیه نه باید شک ولري: ناټو او متحدین به یې د نړېوالو حقونو مطابق د خپلې دفاع او د ټولو اړخونو لخوا د ګواښونو د مخنیوي له پاره له ټولو ضروري پوځي او غیرپوځي ابزارو کار واخلي.»

د ناټو د ۳۲ غړي لرونکي تړون وروسته له هغې بېړنۍ ناسته وکړه چې تېره اوونۍ د روسیې جنګي جیټ الوتکې د استونیا پر سر ولېدل شوې. تر هغې لږ وروسته روسي ډرونونه په پولند کې راوغورځول شوي ول او د رومانیا پر سر هم بې پېلوټه الوتکې ولېدل شوې.

د کوپنهاګن او اوسلو د هوايي ډګرونو پر سر ډرونونه

ناټو دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د دوشنبې په ماښام د ډنمارک په پلازمېنه کې د کوپنهاګن هوايي ډګر پر سر لوی ډرونونه د ګرځېدا په حال کې وليدل شول. په ادامه ېې د کوپنهاګن هوايي ډګر د څو ساعتونو له پاره وتړل شو.

په ورته وخت کې د ناروي په پلازمینه اوسلو کې د اوسلو هوايي ډګر هم وروسته له هغې په موقتی توګه وتړل شو چې پر سر ېې د ډرون غږ واورېدل شو.

د دوشنبې په ماښام د کوپنهاګن هوايي ډګر پر سر لوی ډرونونه د ګرځېدا په حال کې وليدل شول چې په ادامه ېې دغه ډګر د څو ساعتونو له پاره وتړل شوانځور: Steffen Trumpf/dpa/picture alliance

د ډنمارک لومړۍ وزیرې ميته فردریکسن دغه پېښه «پر ډنمارکي تاسیساتو تر ټولو جدي حمله» وښوده. ډنمارکي چارواکو تر اوسه روښانه کړې نه ده چې د دغې پېښې تر شا څوک دي، خو لومړۍ وزیرې ېې وویل چې د روسیې لاس لرل پکې «ردولی نه شي.»

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، پر اکس شبکه خپره کړې یوه اعلامیه کې د «کریملین لخوا» د ډنمارک د هوايي حریم نقضول، غندلي دي. خو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند، دمیتري پسکوف، هغه شکونه چې ګني د دغې پېښې تر شا د روسیې لاس دی، رد کړل او هغه ېې «بې بنسټه» وبلل.  

ناروي هم روسیه د خپل هوايي حریم پر نقضولو تورنه کړه

په همدې حال کې د ناروې لومړي وزیر، یوناس ګار ستوره، ویلي دي: «روسیې د سږکال په پسرلي او دوبي کې درې ځله د ناروې هوايي حریم نقض کړی دی.»

هغه پرته له دې چې د اوسلو د هوايي ډګر د دوشنبې ماښام په پېښه کې د کرملین لاس لرل تائيد کړي، وویل: «موږ نه شو کولی تصدیق کړو چې دا عمدي کار وو که د هوايي چلند تېروتنه. له علت څخه ېې ورهاخوا، دا د نه منلو یو کار دی.»

هغه یادونه وکړه چې د روسیې جنګي جيټ الوتکې څو ځله د ګډې پولې په نارويجي لور کې لیدل شوي دي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې «تر اوسه ډېر ژر ده» چې وویل شي آیا د کوپنهاګن پر هوايي ډګر د ډرونونو پروازونه د ناټو د هوايي حریمونو د نقض له وروستیو پېښو سره تړاو لري که نه.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل