1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو هم له افغانستانه خپل عسکر باسي

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون تر لاسليک وروسته ناټو غواړي له افغانستان څخه خپل يو پر څلورمه برخه عسکر وباسي. امريکا هم د خپلو يو شمیر عسکرو د رايستلو لارښوونه کړې ده.

Belgien Brüssel NATO Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir

د ناټو سازمان په افغانستان کې د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون تر لاسليک وروسته په دغه جگړه ځپلي هېواد کې د خپلو عسکرو د شمير کمولو خبره کړې ده.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ د آلمان د «زيد ډي ايف» تلویزيون سره په خبرو کې وويل :«موږ پلان لرو چې د عسکرو شمير چې اوس ۱۶۰۰۰ دی، ۱۲۰۰۰ ته راکم کړو.» خو نوموړي په عين حال کې پر دې ټینگار وکړ چې د ناټو ځواکونو د رايستلو شرط به دا وي چې وسله وال طالبان تړون ته ژمن پاتې شي. ستولتنبيرگ په دې اړه نور جزيات ور نه کړل.

د شنبې په ورځ د امريکا او طالبانو استازو د قطر په پلازمينه دوحه کې يو تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې به د راتلونکي کال د اپريل میاشتې تر پای پورې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووځي خو په بدل کې به یې پر نورو سربيره طالبان له افغان حکومت سره خبرې اترې پيلوي. 

په افغانستان کې به د آلماني پوځ تر ۱۹کالونو اوږد ماموريت هم پای ته ورسيږي او په دې توگه به د طالبان اصلي غوښتنه يعني په اصطلاح د بهرنيو «اشغالگرو» وتل، هم پر ځای شي.

امريکا متحده ايالاتو هم له طالبانو سره د تړون تر امضاء کولو وورسته د دوشنبې په ورځ وويل چې د خپلو عسکرو رايستل پيلوي. د دفاع وزير ايسپر وويل چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ ميلر ته یې لارښوونه کړې چې د لومړيو عسکرو په رايستلو پېل وکړي.

امريکا په پام کې لري چې په ۱۳۵ ورځو کې د خپلو عسکرو شمير ۸۶۰۰ را کم کړي او تر دې وروسته بيا وضعيت وارزوي.

bs/nz (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل