1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ناټو پر طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او سولې غږ کړی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

ناټو پر افغان طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پیښو کې کمښت راولي او د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

Nato Logo
انځور: Imago

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۲۴مه نیټه) د ناټو پوځي ائتلاف د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر افغان طالبانو باندې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې د کمښت غږ کړی دی. دغه پوځي سازمان همدا راز له طالبانو غوښتي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي او دا یې ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله دې په چټکۍ سره پر مخ ولاړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روژې د میاشتې په خاطر د افغان حکومت د اوربند غوښتنې ته د رد ځواب ویلی دی او په دې توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د راوستو تر تړون وروسته، په افغانستان کې د سولې د راتګ په هکله تازه اندیښنې رابرسیره شوې دي.

د ناټو په سازمان کې د دغه پوځي ائتلاف استازي د افغانستان د سولې د هڅو په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي: «د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.»

اعلامیې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له لوري د مذاکراتو د ټول شموله ټیم د اعلان هرکلی کړی دی.

د ناټو په دغه اعلامیه کې راغلي: «موږ پر طالبانو باندې غږ کوو چې له دغه ټیم سره له نور ځنډ پرته مذاکراتو ته داخل شي، کوم چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي توافق یو اساسي عنصر دی.»

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې افغان حکومت او طالبانو پر یو بل باندې داسې مهال بریدونو ته زور ورکړی دی چې د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ د کرونا ویروس له وبا سره لاس او ګریوان ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل