1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د کمښت پلان ځنډولی دی

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

له طالبانو سره د امريکا متحده ايالاتو د خبرو بندښت په افغانستان کي پر آلماني عسکرو ډېر اغېز لرلی دی. پتېيل سوې وه چي د امريکا ځواکونو په وتلو سره به ناټو هم د خپلو ځواکونو شمېر لږ کړي.

Afghanistan Bundeswehr Feldlager in Kundus
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان خبري آژانس (dpa) د معلوماتو له مخي، پتېيل سوې وه چي له وسله والو طالبانو سره د یوه تړون تر رامنځ ته کېدو وروسته نه يوازي امريکا متحده ايالاتو له افغانستان څخه خپل ډېر ځواکونه ايستل، بلکي د ناټو ډيرو غړو هيوادونو هم دغه پلان درلود.

که امريکا متحده ايالاتو د ناټو په مشرتوب «قاطع ملاتړ ماموريت» څخه ۳۰ سلنه ځواکونه ايستلي وای، آلمان او د ناټو نورو شريکانو به هم تر ۳۰ سلني پوري خپل ځواکونه له افغانستانه ايستلي وای.

آلمان د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزني په پروگرام کي ۱۳۰۰ عسکر لري. که پلان تطبيق سوی وای نو د ځواکونو شمېر به يې ۱۰۰۰ ته را کښته سوی وای.

دا چي د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رئيس دونالد ترمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو تر بنديدو وروسته به هم له افغانستان څخه د يو شمېر ځواکونو د رايستلو پلان عملي سي که نه، تر اوسه پوري معلومه نه ده.

ترمپ دوې اوونۍ مخکي له طالبانو سره خبري «مړې» وبللې. د ترمپ تر دغي خبري مخکي په کابل کي يو امريکايي عسکر په يوه ځانمرگي بريد کي وژل سوی وو.

ويل کيږي چي امريکا متحده ايالات په افغانستان کي له ۱۳ تر ۱۴زرو پوري عسکر لري. له دې جملې څخه يې ۸۴۷۵ عسکر د ناټو په مشرتوب روزنيز ماموريت کي ونډه لري او نور يې د تروريزم پرضد مبارزه کي د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

ترمپ غوښتل چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمېر تر ۸۶۰۰ عسکرو پوري راکم کړي.

(n.z/s.r(dpa