1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په اپريل کي د افغانستان په ارتباط يوه غونډه جوړوي چي په هغه کښي حامد کرزی او پوتين دواړه رابلل سوي دي

۱۳۸۶ بهمن ۳, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي هوپ سخيفر د روسيې جمهوررييس ولاد يمير پوتين د اپريل په اوايلو کي په بخارست کي ...

د ناټو عمومي منشي هوپ سخيفر
د ناټو عمومي منشي هوپ سخيفرانځور: MIA

د هغې راتلونکي غونډي ته دعوت کړی دی . د ناټو يوه وياند نن چار شنبه په بروکسل کي وويل چي تر اوسه پوري د مسکو لخوا کم جواب ندی راغلی .

ناټو غواړي د پوتين سره په خبرو کي د ناټو او روسيې د کړکيچنو روابطو په باب وږغيږي . د دوی تر منځ روابط د متحده ايالاتو ددفاعي راکټونو د نصبولو د پلانو ، د روسيې لخوا په اروپا کي د مروجو پوخونو او وسلو د کمولو د قرارداد څخه د وتلو او د صربستان د ولايت کوسوو پر سر، خراب سوي دي .

د ناټو د 26 هيوادو دولتي او حکومتي مشران د2 څخه تر 4 د اپريل پوري د رومانيې په پايتخت بخارست کي سره ګوري .

همدارنګه د هغه په ادامه يوه بله غونډه د افغانستان په ارتباط هم په نظر کي ده ، چی په هغه کي د افغانستان جمهوررييس حامد کرزی او بين المللي سازمانونه هم دعوت سوي دي .

د اوکراين د استازو سره هم يوه ناسته په پلان کښي نيول سوې ده
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل