ناټو: په ختیځ کې مو 25 یاغیان وژلي
۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبهناټو وایې چې یاغیانو پرون «جمعه د اکتوبر ۷مه» د پکتیکا د ولایت په څلورو ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو پر پوستو په یوه وخت کې بریدونه په تر سره کړل.
د پکتیکا په ولایت کې د امریکایې ځواکونو پوستي په داسې حال کې تر بریدونو لاندي ونیول شوې چې افغانستان او نړۍ په دغه هیواد کې د امریکا په مشري د برید لسمه کلیزه ولمانځله.
د ناټو د ځواکونو یوه ویاند وویل چې د دغه سازمان یو سرتیری په سطحي توګه هغه وخت ټپي شو چې یو موټو بمب امریکایې ځواکونو د مرغا پوستي څخه څه نا څه ۳۰۰ متره لري وچاودیده.
دغه ویاند زیاته کړه چې په نورو جلا پیښو کې بیا څه نا څه ۲۵ یاغیان د ګومل، سوروبي او برمال په ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو سره په جګړې کې ووژل شول.
د ۲۰۰۱ کال څخه را په دیخوا کله چې امریکایې ځواکونو پر افغانستان خپل برید پیل کړ، د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې یاغیان دیری وخت بریدونه په لاره اچوي.
د پکتیکا په ولایت کې دغه بریدونه په داسې کې رامنځ ته کیږي چې تیره ورځ «د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اومه» د افغان د جګړې لس کاله پوره شول. د دغي جګړي د پیل څخه لس کاله وروسته اوس هم د افغانستا په ډیرو برخو کې جګړه روانه ده.
په همدي حال کې افغان ولسمشر، حامد کرزي، د جمعې ورځ په یوي مرکي کې وویل چې نړیواله ټولنه او افغان دولت په افغانستان کې د سولي په راوتسلو کې پاتې راغلي دي.
که څه هم افغان حکومت او نړیوالي ټولنی هڅی کړي چې د افغانستان لس کلنې جګړې ته د سولې له لارې د پای تکی کیږدي خو ښایې دغه هڅي کومو پایلو ته نه وي رسیدلې.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکې عبدالباري حکیم