1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ناڅرګنده وسله والو په جلال اباد کې یوه پولیسه وژلې ده

۱۴۰۰ فروردین ۱۲, پنجشنبه

ناپېژانده وسله والو نن سهار نږدې اوه نیمې بجې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوه پولیسه په ډزو وژلې ده.

Afghanistan Polizei
آرشیف انځورانځور: Reuters

یوې حکومتي سرچینې دویچه ويله ته وویل چې دا پېښه د جلال اباد ښار په دريمه ناحیه کې شوې. سرچینې زیاته کړې، تر پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې دوه مشکوک کسان هم نیولي دي.

تر اوسه د ننګرهار امنيې قومندانۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې حال کې کېږي، چې وړمه ورځ په جلال اباد کې وسله والو د پولیو درې کارمنداني هم په ډزو وژلې وې.

د دغو او اوسنۍ پېښي مسؤلیت لا کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل