نایجریايي خبریالې د دویچه ويله د بیان د آزادي جایزه وګټله
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبهدویچه ویله اعلان وکړ چې نایجریایي خبریاله توبوره اویوریه، د بیان د آزادي د سږنۍ جایزې ګټونکې شوې ده. دا اووم کال دی چې دویچه ویله له دې جایزې سره بشري حقونو، په ځانګړي ډول د بیان آزادي ته له فوق العاده ژمنو قدرداني کوي.
د دویچه ویله عمومي مشر پیتر لِمبورګ، د دې نایجریایي خبریالالې ستاینه وکړه چې د «خپلې آرامۍ له ساحې یې بهر» د خطرناکو کسانو او بانډونو په اړه رپوټونه ورکړي دي. هغه وویل: «زه فکر کوم چې کله یو کس د حقیقت د موندلو له پاره خپل ځان داسې په خطر کې اچوي، نو د هر ډول ستاینې وړ دی.»
اویوریه د دې جایزې د ترلاسه کولو پر مهال وویل: «ډیره ویاړم چې کار مې په دې ډول د دویچه ویله له خوا ستایل کیږي ... هیله لرم چې زما د کار ستاینه نورو ښځو او نجونو ته الهام وبخښي ترڅو د څیړنیز ژورنالیزم پر لار روانې شي.»
د انسانانو د قاچاقچیانو افشا کول
میرمن اویوریه د خبریال په توګه د خپل کار په تیرو څو کلونو کې د انساني قاچاق د مافیا په اړه یوه پټه څیړنه ترسره کړه. هغې په دې بهیر کې آن خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کړ. هغه د دې څیړنې پر مهال په دې څو میلیاردي او څو قاره یي مافیا کې د پیسو د غیر قانوني لیږد، فساد، تاوتریخوالي، ناوړه چلن او آن قتل شاهده وه.
اویوریه له لسو کلونو راهیسې د څیړنیزې خبریالې په توګه کار کوي. هغې په ۲۰۱۴ کال کې خپل مشهور څیړنیز رپوټ چې د انسانانو د قاچاق، له هغوی د ناوړه جنسې استفادې او د انسان د بدن د اعضاو د قاچاق په اړه وو، خپور کړ. د رپوټ تر نشریدو وروسته بیا نایجریایي چارواکو د دې مافیا د مسوولینو پر ضد څیړنې پیل کړې.
میرمن اویوره همداراز په ۲۰۱۶ کال کې د انسان د قاچاق او ښځو د حقونو د نقض پر ضد د رسنیو د یوه ابتکار د برخې په توګه خپل یو کتاب خپور کړ. دغه کتاب «زه د خرڅلاو له پاره نه یم» نومیږي او هدف یې ماشومانو ته د انسانانو د قاچاق په اړه معلومات ورکول دي ترڅو هغوی یې قرباني نه شي.
د دویچه ویله عمومي رییس په دې اړه وویل: «فکر کوم چې دا ډیره مهمه ده چې موږ د خلکو پام هغو پایلو ته واړو چې د انسان قاچاق یې نه یوازې پر اغیزمنو کسانو بلکه پر ټولنو لري. دا پر اروپا د قاچاق وړونکو د مقصد په توګه هم مستقیمه اغیزه لري.»
ښاغلي لیمبورګ زیاته کړه: «د دې جایزې هدف مو د څیړنیز ژورنالیزم برجسته کول دي. موږ له دې جایزې سره د هغې د څیړنیز کار له کبله د توبوره اویوریه ستاینه کوو او همداراز غواړو په افریقا کې ژورنالیزم توقیت کړو. په ژونالیزم کې د ښځو د قاطع نقش قدر کول ډیر مهم دي.»
دویچه ویله چې په ډیر ډیرو ژبو خپرونې لري، د فرهنګونو تر منځ د ډیالوګ او دیموکراتیکو ارزښتونو ملاتړ کوي. دویچه ویله له ۲۰۱۵ کال راهیسې هر کال د بیان د آزادي جایزه ورکوی.
د سعودي عربستان زنداني ویبلاګ لیکوونکی رائف بدوي، د ترکیې د حریت ورځپانې مدیر مسوول سدات ارګی، د سپنې مانۍ د خبریالانو انجمن او له ایران څخهصادق زیباکلام د دې جایزې په پخوانیو ګټونکو کې شامل دي.
د دویچه ویله د بیان آزادي جایزه هر کال «د رسنیو په نړیوال فورم» کې ورکول کیږي. د دویچه ویله په دې کلني فورم کې هر کال له تر سلو ډیرو هیوادونو څخه تر ۲۰۰۰ ډیر کسان ګډون کوي. سږ کال دغه فورم د «اختلال او نوښتګري» تر عنوان لاندې د جون میاشتې پر ۱۴مې او ۱۵مې جوړیږي.