افریقا
نایجریا: د بس د ټکرکیدو په پيښه کي ډیر کسان مړه سوي
۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبهاعلان
لکه څنګه چي د بورنو ایالت ترانسپورټي امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی، پرون سه شنبه دوه بسان سره وجنګیدل او اور یې واخیست. د هغوی په حواله د دغي واقعې د پیښیدو علت د یوه بس د ټیر چاودل او تر حد اضافه سرعت ؤ.
د رسنیو په حواله د نایجریا په پایتخت، ابوجا کي د بس د چپه کیدو په یوه بله واقعه کي هم ۱۷ کسان مړه سوي دي.