نبیل: په پاکستان کي ۵۰۰۰ مدرسې ترهگر روزي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهښاغلي نبیل د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د می ۱) د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته ور بلل شوی وو چي په هيواد کي د وروستي امنیتي وضعیت او په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کي د وسله والو طالبانو د همهاله بریدونو په اړه سناتورانو ته معلومات ورکړي.
جنرال نبیل وویل چې اوس مهال په پاکستان کې پنځه زره دیني مدرسې د افغانستان پر ضد د ترهګرو پر روزلو بوختې دي:
«د شاوخوا ۳۰۰۰۰ مدرسو په ډله کې ۵۰۰۰ ئې هغه دیني مدرسې دي چې پکښې د دیني زده کړو پر ځای د افغانستان دښمنانو ته د تروریستي اهدافو درسونه ورکول کیږي. که په یوه کال کې دوه کسان د افغانستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو له پاره وروزي نو ټول ۱۰۰۰۰ کسان کیږي.»
رحمت الله نبیل زیاته کړه چې یوازې افغانستان نه شي کولای چې دغه هېواد ته مخامخ د ترهګرۍ ګواښونه ځواب کړي. هغه له ټولو جهادي مشرانو او په ځانګړي توګه له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې دغو ګواښونو ته د ځواب په موخه یو غږ او یو موټی شي.
نبیل په راتلونکې کې افغانستان ته د مخامخ امنیتي او ترهګریزو ننګونو په اړه معلومات له رسنیو پټ تر تړلو دروازو شاته سناتورانو ته ورکړل. خو د مجلس تر سري کیدو مخکې هغه وویل چې ترهګریزو او امنیتي ګواښونو ته ځواب هغه مهال شونی دئ چې افغانستان پر خپلو استخباراتي ادارو باندې زیاته پانګونه وکړي:
«دا ټولو ته واضیح ده چې په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته له همسایه ملکونو څخه مشکلات راځي. په دې اړوند باید په تیرو لسو کلونو کې زیاته پانګونه د استخباراتو په برخه کې شوې وای.»
د ملي امنیت رئیس وویل چې که په سیمه کې د ترهګرۍ د موجوده ګواښونو په اړه جدې پریکړه و نه نیوله شي نو په افغانستان کې روانه ۳۰ کلنه جګړه به د ۳۰ نورو کلونو له پاره هم اوږده شي.
د افغانستان د استخباراتو د ادارې مشر د ډیورنډ د کرښې په بله غاړه کې پر میشتو پښتنو قبایلي مشرانو باندې غږ وکړ چې خپل اولادونه د ترهګریزو کړیو لاس کې ور نه کړي.
اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش