1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

نتانیاهو: ایران باید له یوه جدي پوځي ګواښ سره مخ شي

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسرائیلو لومړي وزیر په خپله وینا کې ایران د اسراییلو لپاره تر ټولو لوی ګواښ وباله. د هغه په وینا هیواد یې له سعودي عربستان سره سولې ته د رسیدو په برخه کې د یو بدلون په درشل کې دی.

د اسراییلو د لمړی وزیر نتانیاهو انځور
د اسراییلو د لمړی وزیر نتانیاهو انځورانځور: Richard Drew/AP Photo/picture alliance

نتانیاهو په ایران کې د لاریون کونکو ځپل، د اوکراین په جګړه روسیې ته د بې پیلوټه ډرون لیږل او په سیمه کې د پوځي اقداماتو تر سره کول د ایران حکومت د کړنو یوه برخه وبلل.

هغه تیره ورځ د سپټمبر پر۲۲مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پرمهال وویل تر څو چې زه د اسرائیلو لومړی وزیر اوسم ایران ته به دا اجازه ورنکړم چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

که څه هم د غونډې په تالار کې د ایران کوم استازي شتون نه درلود خو د اسرائیلو لومړي وزیر د ایران اسلامی جمهوریت «په سوپ کې د مچۍ» په شان یاد کړ او ویې ویل ایران په ټوله سیمه کې خپل تروریستی ښکرونه اوږده کړي آن دا چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د دغه هېواد د ملي امنیت د پخواني سلاکار د وژلو هڅه يې کړې.

نتانیاهو ایراني لاریون کونکي د "سولې ریښتني شریکان" وبلل او غوښتنه یې وکړه چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو پر دې دغه هیواد باندې بندیزونه سخت شي.

د نتانیاهو په خبره لویدیځو قدرتونو اته کاله مخکې ژمنه کړې وه چې که ایران له برجام يا اټومي هوکړې سرغړونه وکړي دوې به بیرته بندیزونه راوګرځوي خو اوس چې یاد هیواد د برجام اټومي هوکړې سرغړونه کوي د بندیزونو څرک نه لیدل کیږې نو ځکه خو لویدیځ هیوادونه باید چې دا تګلاره بدله کړي.

وروسته له دې د اسرایئلو د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې روښانه کړه چې نتانیاهو په خپله وینا کې تېروتنه کړې وه ځکه د ده موخه له "جدي پوځي ګواښ" څخه وه.

اسراییل او سعودي د اړیکو د بدلون په درشل کې

بنیامین نتانیاهو له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو په اړه روانې خبرې اترې مهمې وبللې او ویې ویل، هېواد یې د یوه داسې بدلون په درشل کې دی چې له سعودي سره د سولې د موافقې لامل کېدای شي.

نتانیاهو په خپله وینا کې وویل دا چې فلسطینیان د عرب نړۍ دوه سلنه نفوس جوړوي، دوی کولای شي په سیمه کې له هر اړخیزې سولې ګټه پورته کړي خو نباید چې د اسرائیلو اوعربي هیوادونو ترمینځ د سولې توافق د ویټو حق ولري.

د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې خبرې اتري څه باندي یوه لسیزه مخکې ناکامې شوې چې د تیر یو نیم کال را په دې خوا ېې د تاوتریخوالي ډیریدو ته هم زمینه برابره کړې.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د اسرائیلو او سعودي ترمنځ د سولې خبرو ته مستقیمه اشاره ونه کړه، خو د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه د ابراهیمي تړون لاسلیک د دې شخړې د زیاتیدو لامل وباله.

عباس وویل "هغه کسان چې فکر کوي په منځني ختيځ کې د سولې ټينګښت د فلسطينيانو له بشپړو ملي حقونو پرته تر لاسه کېدای شې په اشتباه کې دي."

د ویلو وړ ده چې د اسرائیلو لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې په څنډه کې له اوږدې مودې وروسته د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم وکتل.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل