1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو: ترمپ د ایران د اټومي اسنادو له غلا کیدو څخه خبر وو

۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبه

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو ویلي دي چې د امریکا ولسمشر د ایران د اټومي اسنادو د غلا کولو په هکله د اسرائیل له پروګرام څخه خبر وو.

Schweiz Davos Trump Netanyahu
انځور: Reuters/C. Barria

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو د سه شنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۲مه نیټه) د اسرائیل د امنیت په اړه د موساد(د اسرائیل د بهرنیو استخباراتو سازمان) کارکو,نکو ته د جایزو د ورکړې د مراسمو پر مهال په لومړي ځل اعلان وکړ چې اسرائيلو ته د ايران د اټومي وسلو ارشيف د انتقال د عملياتو مخکي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ معلومات درلودل.

د «یروزلم پوست» ورځپاڼۍ د رپوټ پر بنسټ نتانیاهو ویلي دي: «د داووس د غونډې په جریان کې د لیدنې پر مهال مې ورته تشریح کړه، چې اراده لرو د آرشيف د راوړلو له پاره خپل کسان د تهران زړه ته واستوو.»

د نتانیاهو په خبره ترمپ د دې اقدام په غبرګون کې له هغه څخه پوښتنه کړې ده «آیا دغه عملیات خطرناک دي؟»

د دې رپوټ پر بنسټ د موساد یو شمیر مامورينو چې په دې غونډه کې حاظر ول، د هغو له جملې څخه دوو نارينه وو او دوو ښځو چې له ایران څخه د اټومي آرشیف د انتقال ماموريت مشري یې کوله، د ترمپ له خوا په دې ډول د پوښتنې پر مطرح کولو خندلي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر د تیرکال په می میاشت کې د هغه څه په وړاندې کولو سره (چې نتانیاهو هغه د ایران د مخفیانه اټومي پروګرام اړوند اسناد او مدارک) بللي وو، ادعا وکړه چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه نړیواله ټولنه تیر ایستلې ده.

هغه ویلي ول چې د ایران د اټومي پروګرام هغه آرشيف چې دغه هیواد یي د لمنځه وړلو ژمنه کړې وه، د تهران په اطرافو کې د شورآباد په نوم سیمې ته انتقال ورکړل شوی دی او اسرائیل توانیدلی دی چې دغه اسناد په بشپړ ډول خپل هیواد ته انتقال کړي.

نتانیاهو تر دې څو میاشتې وروسته د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې هیواد یې اطلاع ترلاسه کړې ده چې ایران د پلازمېنې تهران په تورقوزآباد سیمه کې یوه سري اټومي ډيپو لري او په خبره یي دا لومړی ځل دی چې هغه د ایران د دې اټومي ډيپو راز افشاء کوي. 

هغه وویل چې د ایران حکومت تیره اونۍ له دې ډيپو څخه ۱۵ کیلوګرامه راډیو اکټيف مواد پورته کړې او د تهران په ښار کې یي ویشلي دي. نتانیاهو په همدې وخت کې د دې پټ ډيپو نقشه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ګډون کونکو وښودله. 

نتانیاهو په خپلو خبرو کې وویل چې د ایران له خوا د تورقوزآباد د ډيپو تخلیه کولو دلیل دا وو چې اسرائیل د ایران اټومي اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تهران ته نږدې د اټومي ډيپو د موجودیت په اړه د اسرائیل د لومړي وزیر ادعا، د دې هیواد یو«نوی نمایش او شو» بللی.

Azarnoush, Shora/sn/nz

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب